1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروريزم که د اسلام پر ضد جګړه؟

۱۳۸۷ مهر ۱, دوشنبه

د شنبي په ورځ د ځانمرګې په يوه ګوزار سره چې د پاکستان د اسلام آباد ښار د ماريوټ په نامتو هوټل کې شوې، د 50 څخه زيات انسانان وژل شوې او د 250 زيات کسان په دغه پيښه کې ژوبل شوې هم دې.

https://p.dw.com/p/FMfb
په اسلام آباد کې د ماريوټ هوټل وروسته له ځانمرګي ګوزار څخه
په اسلام آباد کې د ماريوټ هوټل وروسته له ځانمرګي ګوزار څخهانځور: AP

که څه هم داسې ويل کيږې، چې دغه ګوزار به د پاکستان د حکومت د پاره يوه برملا بيلګه وې. دوې به په قبايلې سيمو کې د طالبانو او د نورو تندلارو اسلامي ډلو په ضد خپل پوځي عمليات لاپسی پياوړې کړې. خو د آلمان غږ راډیو د جنوبې آسيا څانګې مبصر Thomas Bärthlein په عقیده، په لمړې سرکې بايد د تندلارو په ضد دغه مبارزه په سياسې ډګر کې وشې.

د اسلام آباد ښار په منځ کې په يوه نامتو هوټل باندې د شنبې د ورځې ګوزر په حقيقت کې په پاکستان کې د تروريستانو د فعاليتونو د لمن پراخيدلو لپاره يو برملا مثال بلل کيدای شې.او دا ښيې چې په دغه هيواد کې امنيتي وضع ډيره خرابه ده او د پاکستان سرحدي يا قبايلې سيمې چې له افغانستان سره د دغه هيواد ګډې پولې جوړوې، له ډيرې مودې راهيسې د طالبانو اود نورو تندلارو ډلو تر کنترول لاندې سيمې بلل کيږې.

دا خبره چې بايد د ترهګرو سره په کلکه او ټينګې ارادې سره مبارزه وشې، نوې خبره نده. او په اسلام آباد کې د شنبې ورځې تروريستې ګوزار دپيښې نه وروسته بيا هم اوريدل شوې، چې د تروريسم د پديدې سره به جګړې ته په ټول طاقت سره دوام ورکړ شې. خو پوښتنه دا ده چې آيا د پاکستان په شمال لويديځه سيمه کې به د طالبانو او د القاعدې په ضد پوځي مبارزه د برې درشل ته ورسيږې؟

دغه عکس د آسلام آباد ماريوټ هوټل د چاودنې وراني ښيی
دغه عکس د آسلام آباد ماريوټ هوټل د چاودنې وراني ښيیانځور: AP

د اوو کلو نه راپديخوا په افغانستان کې نړيوال اتلافې ځواکونه د دوې په ضد دغه مبارزه پرمخ بيايې، خو بيا هم په افغانستان کې د دغې مبارزې په نتيجه کې سوله اوثبات ندې راغلاې او ترهګر په شا نه دې تنبول شوې. د بارتلاين په عقيده د تروريسم په ضد يواځې په پوځې عملیاتو سره سوله اوثبات نشې ترلاسه کيدلاې.

برعکس کيداې شې چې د تروريستانو په ضد د پوځې عملیاتو په زیاتيدلو سره دغه ډلې هم د بم ايښولو او د ځانمرګې د ګوزارنو په زیاتولو سره غبرګون وښيې او په دې توګه امن اوثبات لاپسې ويجاړ شې. د اسلام آباد د ماريوت په هوټل باندې د شنبې ورځې ګوزار د دغه نظر لپاره يو ثبوت بلل کيداې شې. په تيرو اونيو کې د امریکې متحده ایالتونو په دغې سيمې باندې د خپلو پوځې عملیاتو په زیاتولو سره فشارونه زيات کړې، او داسې ګومان کيداې شې چې د امریکې متحده ايالتونو ولس مشر جورج ډبليو بوش په افغانستان کې خپلو وسله والو ځواکونو ته د دې امر کړې وې چې د پاکستان حکومت سلا مشورې نه پرته، دوې بايد د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په قبايلې سیمو کې د تروريساتانو د ګومانې مرچلونو په ضد پوځې عملیات وکړې.

خو کوم پوځې عمليات چې تر اوسه د امریکایانو له خوا په قبايلې سيمو کې شوې، هسې چې لیدل کيږې دوې اصلې هدفونه نه دې ويشتلې. بلکې زياتره ملکي خلک د دوې دعملیاتو قربانيان دې. او ښايې د آمریکایانو دغه کار د هغه غلطو معلوماتو په بنا شوی وی، چې د استخباراتې څانګو له خوا دوې ته رسيدلې.

د ترور ضد جګړه کې يو زيات شمير ملکي خلک وزل کېږي
د ترور ضد جګړه کې يو زيات شمير ملکي خلک وزل کېږيانځور: AP

همدا شان په قبايلې سيمو کې د پاکستانې وسله والو ځواکونو د عملیاتو څخه هم مطلوبې نتيجې نه دې ترلاسه شوې او زیاتره د دغه عملیاتو قربانيان هم ملکې وګړې دې. چې په دغه سیمو کې نوې نوې لانجې اوستونځې رامنځ ته کړې. يوه لانجه يې د پناه غوښتونکو لانجه بلل کيداۍ شی. د باجوړ او نور قبايلې سيمو څخه په سلهاو زره ملکې وګړې دې ته اړ شوې چې نوروسیمو ته هجرت وکړې. دلته به دا پوښتنه او انديښنه بيجایه نه وې، که سړې ووايې آیا دغه لانجه به پخپله د ترهګرې د ودې لپاره يوه زمينه نه وې؟

له بله پلوه په پاکستان کې سياسې فضا داسې يو فضا نه ده، چې هلته د تروریسم په ضد يواځې او یواځې پوځې عملیات سرته ورسول شې.

په پاکستان کې د امریکا سیاست په ضد عقيدوې تضادونه ډيرې ژورې ريښې لرې او په دغه هيواد کې ورځ په ورځ دا عقيده زوريږې، چې د تروریسم په ضد جګړه په حقيقت کې د اسلام په ضد د امریکايانو يوه جګړه ده. او دا نظر د پاکستان په پوځ کې هم ريښې لرې او پاکستانې عسکر له ذ‌هنې پلوه تراوسه دې ته ندې چمتو، چې ووايې طالبان د دوې دښمن دي، بلکې وايې دا زمونږ هيوادوال دي او د اسلام په خاطر راپاڅيدلي.