1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروريزم په وړاندي د امريکا او پاکستان ستونزمنه ملګرتيا

۱۳۸۸ اسفند ۲, یکشنبه

دپاکستان استخبارات هڅه کوي، چي د هغه نفوذ له لاري چي پر طالبانو باندي يې لري په ګاونډي هيواد افغانستان کي خپله علاقه ډاډه کړي...

https://p.dw.com/p/M78a
په واشنګټن کي درې اړخيزه ليدنه کتنه
په واشنګټن کي درې اړخيزه ليدنه کتنهانځور: AP

پاکستان په عنعنوي ډول په سيمه کي د امريکا دمتحده ايالاتو د متحدينو په ډله کي دی. دا مسله له هغه وخته راهيسي داسي ده، چي هندوستان په عنعنوي ډول د شوروي اتحاد ملګری وو. خو له هغه وخت راهيسي چي د امريکا متحده ايالات په 2001 کال کي افغانستان ته د خپل پوځ له استولو سره د طالبانوحکومت ړنګ کړ ددغو دواړو هيوادونو په ملګرتيا کي سختي شخړي رامنځته شوي دي.

ددې يوعلت دادی، چي طالبان د پاکستان استخباراتو آی اس آی منځته راوړي ول او دويم لامل يي دادی، چي اکثره طالبان پښتانه دي او له دينه چي د پښتنو په سلوکي 70 په پاکستان کي دي نو طالبانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دګډو پولو په سيموکي، چي رسيدل ورته سخت دي ځانونه پټ کړل او له هغه ځايه په افغانستان کي د ايساف د پوځ په وړاندي د عملياتو طرحي جوړوي، او دغو عمليا تو ته لارښونه کوي.

دپاکستان استخبارات هڅه کوي، چي د هغه نفوذ له لاري چي پر طالبانو باندي يې لري په ګاونډي هيواد افغانستان کي خپله علاقه ډاډه کړي.

دامريکا متحده ايالتونه هم د پاکستان پر استخباراتو باندي فشار راوړي چي په پاکستان کي د طالبانو پر ضد اقدام وکړي. د امريکا د متحده ايالاتو حکومت په دي باندي ډير ښه پوهيږي، چي د افغانستان جګړه ترهغو پوري، چي پاکستان په لر اوبر کي د طالبانو حمایت کوي، نسي ګټل کيدای.

ددې لپاره، چي د افغانستان لانجه پرته له پاکستانه نسي حل کيدای نو د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريیس بارک اوباما په خپل کار باندي له پيل کولو څخه وروسته سمدستي د ډيري تجربې خاوند ډ يپلوماټ ريچارد هولبروک د دواړو هيوادونو لپاره دخپل ځانګړي استازي په توګه ونوماوو.

پر پاکستان باندي د امريکا د متحده ايالتونو د فشار يوه وسيله هغه ته دملياردونو ډالرو پرمختيايي مرستي دي او دغه راز د امريکا متحده ايالات په پاکستان کي له پوځي پلوه هم فعال دي. دوی د بې پيلوټه الوتکو په واسطه چي له ليري لارښونه ورته کيږي په دې وروستيو کي يې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده. خو د ملکي وګړو د وژل کېدو باعث هم ګرځېدلي دي.

د ملابرادر اوملا سلام نيول کيدو وښودل، چي د اوباما د حکومت نوې ستراتيژي په حاصل ورکولو پيل کړی دی

داسي ښکاري،چي ددغوکسانوپه نيولوکي آی ا س آی. اوسي آی اې ګډ کار سره کړي دی. همدا اوس په امريکا کي د هغه هيواد او پاکستان په اړيکو کي دبدلون د راتلو خبره کيږي. د پاکستان حکومت تراوسه هڅه کوله، چي د خپلو وګړو په منځ کي د داسي احساس د منځته راتلو مخه ونيسي، چي ګواکي دوی د امريکا د متحده ايالاتو په هدايت سره کار کوي.ځکه چي دا ددې سبب کيدای سي، چي د پاکستان د ا سستبنياده سياسي نظام لا کمزوری کړي او زورلاري پر قدرت راسي، چي دا د اټوم بم لرونکي هيواد پاکستان امنيت ته خطر پيښوي.ددې خبري رعايت له اوباما څخه دمخه جمهورريیس جورج بوش ډيرکاوو.

کيدای سي، چي په پاکستان کي د طالبانو د مخکښانو دا وروستۍ نيوني په افغانستان کي په پوځي وضعه کي د لويديځ په ګټه بدلون راولي. د امريکا متحده ایالات فعلا د افغانستان په جنوب کي په يوو ستر بريد لاس پوري کړی دی او تراوسه پوري يي کوم لوي برياليتوب په برخه شوی نه دی،اوس هڅه کوي چي د پاکستان په مرسته منځ لاري افغاني طالبان دخبرو اترو ميزته کښيناستوته مجبوره کړي اوپه دې ډول خپلي دې موخي ته چي تر2012 کاله پوري له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي ورسيداي سي.ځکه چي جمهورريیس اوباما د امريکا خلکوته دا وعده ورکړې ده.

Scheschkewitz, Daniel/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل