د حقاني شبکې پر ضد لایحه تصویب شوه
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهاوس نو دغه لایحه د ولسمشر اوباما تر لاسلیکدو وروسته په یوه قانونه باندې بدلیږي. د دې لایحې له مخې د حقاني شبکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهگرو ډلو په لست کې شاملیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس ۳۰ ورځي وخت لري چې په دې اړه رپوټونو راټول کړي چې ایا دغه لایحه په قانون د بدلیدو شرایط لري او که نه. که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهگرو په لست کې د حقاني د شبکې شمولیت رد کړي، باید د دې کار له پاره د امریکا د سنا مجلس ته کافي دلایل وړاندې کړي.
ویل کیږي چې د بارک اوباما اداره د ترهگرو په لست کې د حقاني د شبکې له شاملولو سره ډیره لیوالتیا نه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوس متحده ایالات غواړي له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي. ښایې د امریکا او طالبانو د سولې په دې موافقې کې د حقاني شبکه هم ځای ولري.
خو د امریکا د سنا غړي په دې اند دي چې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ خبرې اترې له تیر کال راهیسې په ټپه ولاړې دي. د سنا د استخباراتو د کمیتي مشر مایک راجرز، چې د دې لایحې تصویبدیل یو پرمختگ وباله. هغه وویل:
«هغوی په فعال ډول امریکایي سرتیري او د هغوی متحدین په نښه کوي او هغوي وژني. پر دې سربیره هغوی بیگناه افغانان هم وژني.»
تر دې پخوا هم امریکايي چارواکو تل پر پاکستان باندې غږ کړی دئ چې د حقاني شبکې پر وړاندې عملیات په لاره واچوي خو پاکستان د دې کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض