1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهګرۍ جګړه يوازی د نظامي له لارې نشی ګټل کيدای

۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د Handelsblattپه نامه د آلمانې نامتو ورځپاڼې له خوا د آلمان په پلازمينه برلین کې يوکنفرانس و، او د دغه کنفرانس په پاې کې په يوه اعلاميه کې ويل شوې چې د ترهګرې په ضد مبارزه يواځې په پوځې وسايلو سره نشې ترسره کيدلاې.

https://p.dw.com/p/FJ4W
انځور: AP

په دغه کنفرانس کې برخه والو د افغانستان وروستيو انکشافاتو ته په یوه انتقادې نظرسره وايې چۍ دا به ضرورې خبره وې که چيرې په عمومې ډول د ترهګرۍ سره په مبارزه کې بدلونونه او نوښتونه راشې. فکرې بدلونونه، او بيا د دغه فکرې اونظرې بدلونو نو په بنسټ، د سیاسې او پوځې چارو مسولینو او همدا شان د دوی په فعاليتونو اوکړو کې باید بدلونونه راشې.

دغه کنفرانس ته چې د آلمان د دفاعې چارو د وزير فرانس ژوزف يونګ ترڅنګ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داکتر رنګين دادفر سپانتا او د ترکيې د دفاعې چارو وزير Vecdi Gönülاو همدا شان د ناروې د دفاعې چارو وزيره Anne - Grete Strom - Erichsen او د ناتو د لوې منشې مرستيال Claudio Bisognier هم رابلل شوې وو.

هریوه پخپل وار سره د نړيوال امنیتې سیاست په هکله خپلې نظريې بيان کړې دې. د آلمان د دفاعې چارو وزير فرانس ژوزف يونګ پخپله وینا کې وايې چې په افغانستان کې امنیتې حالات ډیر د انديښنې وړ ښکارې.هغه دا خبرونه هم تايد کړل، چې بيا د افغانستان په شمال کې په آلمانې عسکرو باندې ګوزارونه يا د ګوزارونو د کولو د پاره هڅې شوې دې. مثلا هم په مزارشريف کې د آلمان د چټکو عملياتو په کوماندو باندې يو ګوزار شوې او هم په کندوز کې، خو په دغه پيښو کې آلمانې عسکرو ته کوم تاوان ندې رسيدلاې. او بيا د آلمان د دفاعې چارو وزير يونګ وايې چې زه پو هيږم په المانې عسکرو باندې وروستې ګوزارونه له د ې مسالې سره اړيکې لرې چې د اکتوبر په مياشت کې د آلمان په پارلمان کې په افغانستان کې د المانې عسکرو د خدمت د اوږدولو د شمير د زياتولو او د دوې د فعاليتونو د پراخولو و په مسايلو باندې خبرې کيږې.

د آلمان دفاع وزير فرانس ژوزف يونګ: په افغانستان کې امنیتې حالات ډیر د انديښنې وړ ښکارې.
د آلمان دفاع وزير فرانس ژوزف يونګ: په افغانستان کې امنیتې حالات ډیر د انديښنې وړ ښکارې.انځور: EUROFORUM/Hergenröder

د آلمان د دفاعې چارو وزير له دې نظره سره، چې ځينې وايې په افغانستان کې دې د آلمانانو فعالیتونه کم کړاې شې، مخالفت کو ې. او وايې چې د آلمان په کابینه کې د افغانستان لپاره په يوه نوې ستراتيژې باندې خبرې شوې او په دغه نوې ستراتيژې سره آلمان غواړې چې د هندوکش په لمنه کې پروت هيواد افغانستان کې خپل پوځې او مدنې مرستې سره داسې تنظیم کړېو چې په هغه کې بايد د افغانستان د بيرته رغونې او بشرې مرستو مسايلو ته زياته پاملرنه وشې. او له همدې امله آلمان د افغانستان د پاره خپلې مالې مرستې له سلو ملیونو یورو څخه 140 ملیونو يورو ته زیات کړې. او همداشان په افغانستان کې به د آلمانې عسکرو شمير هم د 3500 څخه 4500 ته زیات کړاې شې. د آلمان د دفاعې چارو وزير وايې چې که چيرې په افغانستان کې د مدنې انکشافې پروژو د پرمخ بيولو د پاره عملا سم کار ونشې او په برملا توګه ونه ښودل شې، چې په دغه هیواد کې اقتصادې، مدنې او ټولنيزې پرمختیاوې روان دې، نو يواځې په پوځې عملیاتو سره به په دغه پروسه کې برې ترلاسه نشۍ.

يونګ وايې مونږ په افغانستان کې يو ګډه دنده لرو او هغه دا ده چې مونږ بايد په دغه هیواد کې د يوه سوله ايز پرمختګ په لاره کې خپله فعاله ونډه ترسره کړو. يونګ دا هم وايې چې د 2001 م د سپتمبر د میاشتې په 11 نيټه، کوم تروريستې ګوزارونه چی په نیویارک او واشنګتن کې شوي، ريښې يې په افغنستان کې وی. نو دا به د ټولو لپاره د منلو وړ یوه خبر ه وې، چې بايد نړیوال د دې مخه ونيسې، چې په افغانستان کې بیا تروريستان خپلې ځالې جوړې کړې او دغه هیواد بيا د تروريستانو په يو مرکز بدل کړی.