1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ زوم له FBI سره په پلټنو کې همکاري کوي

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

د ترمپ زوم او مشاور جارېد کوشنر غواړي له چارواکو سره همکاري وکړي. همدا اوس له روسي استازو سره د هغه د ليدنو کتنو په هکله پلټنې روانې دي. کانګرس هم د دې غوښتنه کړې چې اف بي آی دې ورته د پلټنو په هکله اسناد په لاس ورکړي.

https://p.dw.com/p/2dfoH
USA Jared Kushner Berater und Schwiegersohn von Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، زوم، جارېد کوشنر، د هغه د وکيل د څرګندونو له مخې، غواړي چې د پلټنو له فدرالي ادارې يا اف بي آی سره همکاري وکړي. دغه اداره له روسيې سره د هغه د ارتباطاتو په هکله تحقيق کوي.

د کوشنر د مدافع وکيل، جېمي ګورليک، د جمعې په ورځ وويل: «ښاغلي کوشنر لږ مخکې ومنل چې د دغو ليدنو کتنو په هکله به خپل معلومات له کانګرس سره شريک کړي. هغه به دغسې عين کار هم وکړي که د نورو پلټنو له کبله ورسره تماس ونيول شي.»

دغه خبره په هغه ورځ وشوه چې يوه څېړنيز پلاوي له اف بي آی څخه لا زيات اسناد وغوښتل، چې ځينې يې تقريبا څلور کاله زاړه هم دي، او پکې د اف بي آی د پخواني مشر، جېمز کومي، له خوا له سپينې ماڼۍ او د عدليې له وزارت سره د راشې درشې په هکله معلومات راغلي دي. څېړنيز پلاوی همداراز د ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د روسيې د ممکنه لاسوهنې په هکله تحقيق کوي.

کوشنر د ترمپ د ادارې يو کليدي نفر

د واشنګټن پوست ورځپاڼې او د ان بي سي خبري شبکې راپور ورکړی دی چې په دې لړ کې په دسمبر کې د کوشنر او روسي چارواکو تر منځ ليدنې څېړل کيږي ځکه چې کېدای شي روسيې د امريکا په ټاکنو کې مداخله کړې وي.

کوشنر چې د سپينې ماڼۍ يو کليدي سلاکار دی، او د ترمپ له لور ايوانکا سره يې واده کړی دی، د راپورونو په حواله د تېر کال په پای کې د روسيې له سفير، سرګي کيسلياک، او د روسيې له يوه بانکر، سرګي ګورکوف، سره ليدلي دي. واشنګټن پوست د داسې «خلکو چې له دغو پلټنو سره بلد دي» په خوله، خو د هغوی د نومونو د نه بربنډولو په شرط ليکلي دي چې د اف بي آی پلټنې په دې معنی نه دي چې په کوشنر باندې د کوم جرم د تر سره کولو تور پورې شوی دی. کورکوف چې کوشنر ورسره ليدلي دي، د «ونېش ايکونوم بانک» رئيس دی. هغه يو دولتي بانک دی چې د ۲۰۱۴ کال د جولای مياشتې راهيسې ورباندې امريکايانو بنديزونه لګولي دي.

کوشنر په اول سر د دغسې ليدنو په هکله په سم ډول معلومات نه وو ورکړي. دا اصلا يو شرط دی د دې له پاره چې څوک په سپينه ماڼۍ کې د کار کولو له پاره اړين امنيتي مراحل طی کړي. د هغه له خوا موظف شوي حقوقپوه او وکيل وروسته وويل چې دغه کار يوه اشتباه وه او دا چې اصلاح به يې کړي. کوشنر اوسمهال د سپينې ماڼۍ يوازنی چارواکی دی چې د اف بي آی په پلټنو کې د يوه کليدي نفر په توګه ياديږي. خو دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ د انتخاباتي کمپاين د ټيم د نورو غړو په هکله هم ښايي پلټنې پيل شي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.05.2017):