1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او پوتین لومړۍ لیدنې ته له هیجانه ډک انتظار

۱۳۹۶ تیر ۱۵, پنجشنبه

میرکل به د جي۲۰ غونډې په درشل کې له ترامپ سره ویني. خو د دې مهمې غونډې پر مهال په نړیواله کچه تر ټولو ډیر پام د امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه د روسیې سیال ولاد یمیر پوتین، تر منځ لیدنې ته اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/2g3r7
Symbolbild Russland-USA - Matruschkas von Trump und Putin
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Lovetsky

دا ملاقات به څه ډول وي؟ سوړ، بې روحه او یا که په زړه پورې او دوستانه؟ داسې ښکاري چې د جي ۲۰ له سرمشریزې څخه لږ مخکې له سیاسي پلوه په واشنګټن کې هیڅ کومې بلې موضوع د دونالد ترامپ او پوتين د لوموړي ملاقات په څیر د خلکو پام ځانته نه دی را اړولی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر کومې اندازې دې ملاقات ته امادګي لري؟ آیا هغه به له روسانو سره یو سازش ته ورسیږي؟

طبیعي ده چې د شمالي کوریا کړکیچ به په هامبورګ کې د جې شل سرمشریزه تر خپل سیوري لاندې راولي. وروسته تر دې چې پیونګیانګ د لومړي ځل له پاره یو بین القاره ئې توغندی وآزمایه، نړیواله ټولنه له یوې ستونزمنې دندې سره مخامخ شوی ده چې باید د کیم جونګ اون مخه ونیسي.

د «هریتیج» په نوم د محافظه کاره څیړنیز مرکز څخه نایل ګاردنر، اټکل کوي چې ولسمشر ترامپ د جي ۲۰ د ټولو ګډون کونکو څخه د همبستګۍ او په واضح ډول د شمالي کوریا د وروستي تعرضي اقدام د غندلو تمه لري.

واشنګټن به پر پيکنګ خپل فشار زیات کړي، تر څو د شمالي کوریا د مهارولو له پاره تر هغې ډیر څه وکړي چې تر اوسه یې ترسره کړي دي.

ایران او سوریه هم په هامبورګ کې د ترامپ د کاري اجنډا په سر کې قرار لري. ولسمشر ترمپ په سوریه کې خپله توجه دې موضوع ته اړولی چې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د ترهګرو ملیشاو پر وړاندې جګړه کې نړیوال ائتلاف تقویه کړي.

په هیواد کې دننه مخاطبان څه تمه لري؟

په هیواد کې دننه او په ځانګړي توګه د امریکا تلویزوني شبکې د څو ورځو راهیسې د ترامپ او پوتین لومړني ملاقات ته د انتظار شیبې شمیري. شاید دا په دې دلیل وي چې امریکایان د جی ۲۰ له سرمشریزې څخه کوم غیر منتظره توقع نه لري.

په دې وروستیو کې د «فکس نیوز» محافظه کاره تلویزوني شبکې د یوه پروګرام کوربه ویلي دي چې «دا غونډه تل ستړې کونکې ده». یوه بیلګه یې دا ده چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل له ترامپ سره د پاريس د اقلیم له تړون څخه د امریکا د وتلو له امله مناقشه لري. دا له احتمال څخه لیري بریښې چې دغه موضوع دې تغیر وخوري.

په واشنګتن کې د «بروکینګز» له څیړنیز بنسټ څخه د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه تامس رایت په دې اند دی چې که ترمپ د خپلو معتدلو سلاکارانو مشرو ته غوږ ونیسي نو کیدای شي چې د جي شل غونډه په یوه بریالیتوب بدله کړي.

په هامبورګ کې به د هغه شتون تر هغه وخته پورې بریالی وي تر څو چې هغه د دې کوښښ ونه کړي چې هغه له دغې سرمشریزه څخه د خپل «امریکا اول» سیاست له پاره د نومرې اخیستلو استفاده ونه کړي.

خو رایت د هامبورګ په غونډه کې له پوتین سره د هغه ملاقات مهم بولي. هغه وایې: «په سپینه ماڼۍ کې د ترامپ مشاورين هم ژوره اندیښنه لري ځکه دوی ویره لري چې هغه به له پوتین سره یوې لنډ مهالې موافقې ته ورسیږي. د سوریې یا اوکراين په هکله داسې یوه موافقه چې مراعت به نه شي.»

رایت وایې چې سپينه ماڼۍ غواړي د دغې غونډې ارزښت ډیر کم وښیې، خو ترامپ غواړي ډیر څه ترلاسه کړي.

کرملین ته د امتیاز ورکول

روسیې مخکې تر مخکې خپلې غوښتنې مطرح کړي دي. روسان د نورو مواردو تر څنګ د هغو بندیزونو پر لیري کیدو ټینګار کوي چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې پرې لګول شوي دي. ویل کیږي چې دونالد ترامپ خپلو مشاورینو ته امر کړی دی چې د امتیازاتو یو بالقوه لیست چمتو کړي.

د هریتیج له بنسټ څخه نایل ګاردنر له پوتین سره ناسته یو لوی فرصت بولي، که ترامپ وغواړي خپل واقعي رهبري ښکاره کړي. ګاردنر وایې چې هغه باید د قدرت او قاطعت له دریځ څخه پیغام واستوي او پوتین ته روښانه کړي چې هغه باید د کریمیا اشغال ته د پای ټکې کیږدي او خپل ټول ځواکونه له کریمیا څخه وباسي. د هغه په خبره تر هغې وخته پورې باید بندیزونه په خپل ځای پاتې شي.

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې مداخله

دا چې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې مداخله په امریکا کې د بحث مهمه موضوع ده، د دواړو ولسمشرانو تر منځ به په بشپړ علني ډول مطرح شي. د ترامپ د ملي امنیت مشاور هربرت ریموند مک ماستر ویلي دي: «د دې ملاقات له پاره د کومي ثابتې جلسې امر وجود نه لري.»

تامس رایت وویل: «اوس په سپینه ماڼۍ کې ډیرې کسان په هیجان کې دي. موږ نه پوهیږو چې څه به پیښیږي او دا هغه څه دي چې ټولو ته په زړه پورې ده.»