1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او پوتین دویمه پټه احتمالي لیدنه

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

د رپوټونو په حواله دونالد ترمپ، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین، سره د G20 غونډې پر مهال د دویم ځل له پاره هم لیدلي دي. تر دې مخکې د دې غونډې په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي خو اوس یې سپینه ماڼۍ مني.

https://p.dw.com/p/2gm8O
G20 Gipfel in Hamburg | Putin & Trump
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي دغه غونډې تایید کړې ده خو روښانه کړې یې نه ده چې په هغې کې څه تیر شوي دي. ویل کیږي چې دغه غیر رسمي غونډې د جولای میاشتې په سر کې د G20 ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده. سپینې ماڼۍ دغه غونډې د CNN، NBC NEWS او رویترز رسنیو ته تایید کړې ده.

دواړو مشرانو د جولای پر اوومه نیټه د رسنیو پر وړاندې د دوو ساعتونو له پاره سره ولیدل. د دغې لیدنې په اړه هم ډیر بحثونه وشول. ولسمشر ترمپ بیا وروسته روښانه کړه چې پوتین د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

خو اوس داسې رپوټونه هم شته چې په دویمه لیدنه کې ترمپ له ولسمشر پوتین سره د دوو ساعتونو له پاره غږیدلی دی. په دې غونډه کې د پوتین له ژباړونکي پرته بل څوک حاضر نه وو.

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په دې نظر دي چې روسیې د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او هڅه یې کړې ده چې ترمپ د دغو ټاکنو ګټونکی شي. همدا اوس هم د ولسمشر ترمپ د انتخاباتي تیم او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه څو بیلابیلې څیړنې روانې دي.

په وروستیو وختونو کې دا هم څرګنده شوه چې د ولسمشر ترمپ مشر زوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له یوې داسې روسي وکیلي سره لیدلي وو، چې ورته یې د هیلري کلنتن په اړه د ویجاوړونکو معلوماتو ژمنه کړې وه. د ترمپ زوی د دې وکیلې سره د لیدنې په اړه یو لړ بریښنالیکونه هم خپاره کړل، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي چې «دا له ترمپ له د روسیې او د دې هیواد د مرستې» د هڅې یوه برخه ده. وړوکی ترمپ پر دې موضوع سربیره هم د خپل پلار له یو شمیر نورو مشاورینو سره دې غونډې ته تللی وو.

ولسمشر ترمپ د خپل کار له پیلولو راهیسې له روسیې سره هغه ته د نژدې کسانو د احتمالي اړیکو له کبله تر نیوکو لاندې دی. اوس بیا هم پر ترمپ باندې نیوکې شوې دي چې که یې دغې ناستې ته خپل ژباړونکی نه وي بیولی نو د امریکا د ملي امنیت قوانین یې مات کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.02.2017):