1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تایلند د پخوانۍ لومړۍ وزیرې د نیولو حکم صادر شو

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

د تایلند پخوانۍ لومړۍ وزیره ینګلوک سیناواترا، د ناروغۍ له کبله د حکم د صادریدو پر مهال په محکمه کې نه وه خو محکمې پر دې باور نه لره او د نیولو امر یې صادر کړ. اوس د ینګلوک د اوسیدو ځای معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/2iq4M
Thailand Bangkog Yingluck Shinawatra vor Gerichtsgebäude
انځور: Getty Images/AFP/L. Suwanrumpha

مخکې له دې چې د ینګلوک شیناواترا د نیولو حکم صادر شي، د هغې وکیلې محکمې ته خبر ورکړ چې دغه پخوانۍ لومړۍ وزیره په ښه روغتیایي وضعیت کې نه ده او د حکم د اعلان د ځنډیدو غوښتنه یې وکړه. محکمې د شیناواترا د وکیل پر خبرو ځکه باور و نه کړ چې هغه د ډاکټر د یوه تصدیق په برابرولو کې پاتې راغی. دا چې پخوانۍ لومړۍ وزیره محکمې ته حاضره نه شوه نو د اوسیدو ځاي په اړه یې پوښتنې راولاړې شوې دي. د هغې مدافع وکیل وویل: «زه د ینګلوک د اوسیدو په ځای خبر نه یم. نه شم کولای دا خبره چې هغه اوس هم په هیواد کې ده او که نه، تائید کړم.»

د بنګلوک د اوسیدو ځای په اړه پوښتنې

د تایلند د لومړي وزیر مرستیال براویت ونګسوان، خبریالانو ته وویل: «کیدای شي هغه په روغتون کې وي او کیدای شی ناروغه وي. دا روښانه نه ده چې هغه تښتیدلې ده او که نه.» د ونګسوان په خبره شیناواترا څو کوره او موټر لري او له همدې کبله یې موندل ستونزمنه خبره ده.

محکمې خپله پریکړه د روان کال د سپتمبر ۲۷مې نیټې ته وځنډوله او په عین حال کې یې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې د نیولو امر صادر کړ. د تایلند د مهاجرت د چارو د پولیسو مشر ویلي دي چې که ینګلوک اوس هم په تایلند کې وي او وموندل شي نو هغه به ونیول شي.

پر ینګلوک باندې تور دی چې له خپلو اقداماتو سره یې د وریژو د تولید په برخه کې حکومت ته څو میلیارده ډالر تاوان رسولی دی. د هغې د اقداماتو په پایله کې تایلندي بزګرانو د وریژو د کرلو په بدل کې له نړیوالې بیې څخه ۵۰ سلنه ډیرې پیسې له حکومته ترلاسه کولې. ویل کیږي چې د شیناواترا دغه اقدام د تایلند حکومت ته د څلورو او ۱۷ میلیاردو ډالرو تر منځ تاوان رسولی دی.

د شیناواترا د پلویانو نیوک

ینګلوک شیناواترا په ۲۰۱۱ کال کې د تایلند په تاریخ کې د لومړۍ ښځې په توګه د دې هیواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه خو هغه په ۲۰۱۴ کال کې د اساسي قانون د محکمې د حکم له مخې له دندې ګوښه شوه. تر دې لږ وروسته بیا د تایلند پوځ د دې هیواد چارې د یوې کودتا په پایله کې په خپل لاس کې ونیولې او تر اوسه پورې د دې هیواد پوځ په واک کې دی. ۵۰ کلنه ینګلوک اوس هم د تایلند په شاهي هیواد کې ډیر پلویان لري.

Thailand Proteste wegen Haftbefehl gegen Yingluck Shinawatra
د ینګلوک پلویانو د هغې په ملاتړ د محکمې ودانۍ مخې ته لاریون کړیانځور: Reuters/J. Silva

د محکمې د حکم تر اعلان یوه ورځ مخکې د هغې په زرهاو پلویانو د محکمې د ودانۍ مخې ته راټول شوي ول. که محکمه دغه پخوانۍ لومړي وزیره ګرمه وبلي نو په تایلند کې د یوه شورش ګواښ موجود دی.