1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاپي پروژې په اړه پراخ معلومات وړاندي کيږي

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

د ترکمنستان چارواکي وايي، چي په مني کښي به په سينگاپور، لندن او نيويارک کښي د تاپي پروژې په اړه سترو شرکتونو ته پراخ معلومات ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/15g7a

د روان کال د سپتمبر- اکتوبر په مياشتو کي به په نيويارک، لندن او سينگاپور کښي له ترکنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هندوستان ته د گازو د نل ليکي د غځولو د پروژې په اړه معلومات وړاندي سي.

د ترکمنسات د لومړي وزير مرستيال، د دغه هيواد د جمهور رئيس تر مشرۍ لاندي د کاربون هايدروجن منابعو د آژانس مدير، يگشي گيلد کاکايف، په دولتي جلسه کښي وويل، چي ددغي پروژې د معرفي کولو په وخت کښي به د نړۍ د گازو او نفتو له مشهورو کمپنيو او مالي موسسو سره ليده کاته هم وسي.

په دغه کاري سفر کښي به چي ۱۸- ۲۰ ورځي پلان سوی دئ، د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان پر استازو سر بيره د اسيا د پراختیايي بانک استازي، چي له ترکمنستان سره ئې د انرژۍ د پوتنسيال او له دغه هيواد څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هندوستان ته د گازو د نل ليکي د غځولو(تاپي) پروژې د تخنيکي ځانگړتيا وو په برخه کښي کار کړی دئ، او هغه سوداگريز اړخونه چي په دغه قرارداد کي به برخه اخلي گډون وکړي.

د کاکايف په خبره د هغي پريکړي پر اساس چي د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په مياشت کي په دغه پروژه کښي د گډون کوونکو هيوادونو تر منځ په عشق آباد کښي لاسلیک سوه، تر اوسه پوري د گازو د نل ليکي د ژر غځولو د مالي- تجارتي او تخنیکي امکاناتو د برابرولو په موخه د رهبري کمېټي ۱۵غونډي او ۱۷ غونډي د فني گروپونو له خوا تر سره سوي دي.

Infografik Gas-Pipeline TAPI Flash-Galerie
انځور: DW

د هغه په خبره په دې برخه کښي په ځانگړې توگه د رهبري کمېټې وروستۍ غونډه، چي د می په مياشت کي په عشق آباد کښي جوړه سوې وه، د گازو له هندۍ او پاکستانيو کمپنيو سره د ترکمنستان د دولتي شرکت «ترکمن گاز» پر قرارداد او دغه راز د گازو په برخه کښي د ترکمنستان او افغانستان تر منځ لاسليک سوی قرارداد تر څېړني لاني ونيول سو.

د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال ويلي دي، چي په دغه کاري سفر کښي به ددغي پروژې په اړه معلومات د نړيوالو له پاره ډير مهم وي. د هغه په خبره په ځانگړې توگه دهغه چا له پاره چي غواړي په دغه پروژه کښي ونډه واخلي.

د ترکمنستان د جمهوررئيس قربان قلي بيردي محمداف په وينا ددغي پروژې په ترسره کېدو سره به د گډون کوونکو هيوادونو اقتصادي پوتنسيال ډير پرمخ ولاړ سي، او په سيمه کښي به ثبات ټينگ سي.

په پلان کي ده، چي د گازو دغه نل ليکه چي ۱۷۳۵ کيلومتره اوږدوالی لري، د ترکمنستان له ختيځ دولت آباد څخه، چي د گازو تر ټولو ستره زېرمه پکښي موجوده ده پيل، د افغانستان او پاکستان له لاري د هندوستان د فاضيليکا ښار(فيروز پور) ته ورسږي.

دهغه ښار د هندوستان د پنجاب ايالت يوه برخه ده او د پاکستان سره په سرحد کښي پروت دئ.

ويل کيږي، چي د گازو دغه نل ليکه به په کال کښي د ترکمنستان ۳۰ ميليارده مترمکعب طبيعي گاز صادروي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض