1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاپي پروژې ساختماني چاري پیلیږي

۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو په تلیفوني خبرو کې په گډه د تاپي پروژې د ساختماني چارو د پیلیدو په مراسمو کې د گډون خبره کړې ده. دغه خبر د ترکمنستان دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1H3Oq
انځور: DW

په پام کې ده چې د گازو ددغه پايپ لاين له لارې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته طبیعي گاز انتقال شي. د دغې پروژې ارزښت څو میلیارده ډالرو ته رسیږي.

داسې اټکل کیږي چې ترکمنستان به په نړۍ کې څلورم هیواد وي چې د گازو ستري زیرمي ولري، خو اوسمهال د هغه زیاتره برخه چین ته انتقالیږي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدف، د دوشنبې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په تلیفوني خبرو کې د نوي پايپ لاين په هکله خبري کړي دي. رپوټ زیاتوي چې افغان ولسمشر دغه پروژه «د ټولي سیمي له پاره ډېره مهمه بللې ده.»

آژانس ليکلي دي چې اشرف غني د قربان قلي بردي محمدوف بلنه منلې ده چې د دسمبر میاشتي پر ۱۳ نېټه د دغه پروژې د ساختماني چارو د پیلیدو په مراسمو کې گډون وکړي.

«تاپي» پايپ لاين چې اوږدوالی یې ۱۷۳۵کیلومترو ته رسیږي د افغانستان په خاوره کې د هرات او کندهار ولایتونو څخه تیریږي او د پاکستان او هند په سرحدي سیمه فاضلیکا کې ختمیږي. ویل کیږي چې په کال به د دغه پايپ لاين لاري ۳۳ میلیارده کوبیک متره گاز انتقال مومي.

اسوشتید پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه پروژه چې له زیات وخت راهیسې یې په هکله بحثونه شوي د بیو پر سر استدلال او د هغو سیمو خراب امنیتي حالت چې دغه پايپ لاين پکښې تیریږي، وړتیا تر پوښتني لاندي راوستې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل