د تاجکستان سرحدي ځواکونو ۷ تنه وسلوال طالبان وژلي
۱۳۸۹ شهریور ۲۱, یکشنبهد وياند په خبره دغه کستان چي د طالبانو القاعيدې او د ازبکستان په اسلامي تحريک پوري اړه لري تريوې اوږدې جگړې وروسته بيرته د افغانستان خواته واوښته.
په خبرپاڼه کي راغلي دي چي لومړی سرحدي ځواکونو پر هغوی ږغ کړی و چي بيرته د افغانستان خواته واوړي خو هغوئ په جواب کي پر سرحدي ساتونکو ډزي کړې وې چي په مقابل کي يې ساتونکو هم ډزي پيل کړې.
د هغه په خبره په دې نښته کي د سرحدي ساتونکو يو تن وژل سوی او يو بل ټپي دی.
هغه ويلي دي چي د مقابل طرف اوه تنه وژل سوي دي او د نورو په اړه دقيق شمېر نه سي ورکولای څکه د هغه په خبره ډيری وژل سوي کسان خپلو ملگرو درياب ته اچولي.
«تر اوږدې جگړې وروسته وسلوال جگيالي افغانستان ته اوښتي او په سيمه کي سرحدي ځواکونو ته يو شمېر وسلې او د طالبانو القاعدې او ازبک جنگياليو يو شمېر تبليغاتي پاڼي هم په لاس ورغلي»
تاجکستان د افغانستان سره شاوخوا ۱۳۴۴ کيلومتره سرحد لري. سرحد د پنج رود چي د آمو سين څخه سرچينه اخلي تيريږي.
په تاجکستان کي هرکال د ۱۰ څخه تر ۱۵ تنو پور د ازبکستان د اسلامي تحريک سره په تړاو نيول کیږي.
دغه تحريک په ۱۹۹۶ کال کي د افغانستان په جنوب کندهار ښار کي ايجاد سوی.
په روان وخت کي دغه د ازبکستان اسلامي تحريک د افغانستان په جنوب کي د طالبانو سره اوږه په اوږه جنگيږي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري