د بې چلونکو موټرو راتلونکی
د امریکا صحرائې ایالت نیواډا د آلماني کمپنۍ ډائملر له خوا جوړ شوو بې چلونکو لارۍ موټرو ته پر عامو سړکونو د سفر کولو اجازه ورکړه. دا د« بې ډریوره راتلونکي» موټر جوړونکو کمپنیو له پاره یوه لویه بریا ده.
له ویاړ سره
د نیواډا ایالت والي برین سینډول وایې«هغه ویاړي چې نیواډا د ترانسپورت د تاریخ یوه برخه گرځي. د نیواډا چارواکو د ډائملر شرکت له خوا جوړ شوې پخپله چلیدونکي لارۍ موټرو تر دقیقې تجربې، د حفاظتي سیستم کنترول، او ازمیښت ورسته په سړک د گرځیدو اجازه ورکړه.
اندیښنې ته ضرورت نشته
په راتلونکي کې دې د موټر چلونکې په آرامه کښینې او منزل ته د رسیدو انتظار وکړي. دغه لارۍ موټر په اوتوماتیک ډول خپل رفتار تیز یا ورو کوي او بریک نیسي. په لرگیو سنگار جوړ شوې فرش، مسترح چوکې او د نوې مود سوچبورډ موټر ته لازیاته ښکلا وربخښې.
اوس نو لاری او سړک ته د کتلو ضرورت نشته
دا د ډائملر په نامه د آلماني موټر جوړونکي شرکت لومړنې بریالیتوب نه دی. دغې کمپنۍ په تیرو وختونو کې هم تر ټولو مسترح موټرې هم نندارې ته وړاندی کړي دي. د مرسیډز بنز په پروټو F015ډوله موټرو کې به د چلونکي له پاره هیڅ ځای نه وي او مسافر به یو بل ته مخامخ ناست وي.
له پيښو څخه مخنیوې
د ترافیکي پيښو د مخنوي له پاره دغه بې چلونکي موټری به یو له بل سره معلومات هم شریکوي. او مخکنې موټر به وروسته روانو موټرو ته د لاری د بندیدو او نورو ورته پيښو په هکله معلومات ورکوي.
۱۶۰۰۰ کیلومتره ازمایښتې
دا لارۍ موټر مخکې له دې چې عام سړکونو ته را ووزي په آلمان کې یې ۱۶۰۰۰ کیلومتره ازمایښتې لاره وهلې. د لاری په اوږدو کې دغه لارۍ له ډیرو سختو پيچومو څخه په ډیرې اسانۍ سره تیره شوې.
د لومړي ځل له پاره بې ډریوره موټر
که د پیل خبره وکړو، نو په ۲۰۰۸ کال مونږ د بې چلونکو موټرو شاهدان یو. په هغه وخت کې دGM کمپنۍ بې چلونکي موټر ۶۰ کیلومتره فاصله وهلې وه چې له امله ورته د ډارپا جایزه ورکړل شوه.
مخ په زياتېدونکی صلاحيت
د دغه بې ډریوره موټر انځور د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې د گوگل کمپنۍ له خوا خپور شوې وو. په دې کې هیڅ شک نشته چې اوسني بې چلونکي موټرې د تخنیک له پلوه له پخوانیو بې چلونکو موټرو څخه ډیر مخکي دي.
د پکسلونو په مرسته د حرکت کنترول
په موتر کې موجود سینسرز د مختلفو شیانو په هکله معلومات د کوچنیو کوچنیو نقطو یا پکسلز په شکل کې راتولوي. کمپیوټر درک کولې شي چې د پکسلونو په وسیله په جوړ شوي انځور کې کومه برخه له کوم رفتار سره حرکت کوي. په دې توگه کمپیوټر دا معلومولو غواړي چې د موټر شاوخوا څه جریان لري.