1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې بل مشر وژل شوي

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/16yTM

امريکايي پوځونو یو وار بیا په پاکستان کي د القاعدې شبکې ته سخته ضربه ورکړې ده. د شنبي په ورځ د ورکړل شوو رپوټونو په حواله د دغه هيواد په شمال لویدیځه قبایلي سیمه کي د پنجشنبې په ورځ د یوې بې پيلوټه الوتکي په برید کي د القاعده شبکې یو بل مشر ابو زید، هم وژل سوی دی.

د بې پيلوټه الوتکي په دغه بمبارۍ کي چي د شمالي وزیرستان په یو پټنځای باندي تر سره سوی وه ، ۱۱ نور کسان هم وژل سوي دي. ابو زید د جون په میاشت کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په برید کي د وژل سوي مشر ابو یحیی اللیبي، ځای ناستی وو چی د القاعدې د شبکې دویم مهم کس وو.