1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پولي خبريالانو ټولني کلنی نوملړ خپور کړ

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د بې سرحده خبریالا سازمان د رسنيو د آزادۍ په برخه کي د هيوادونو نوملړ خپور کړی دی. سږ کال افغانستان له۱۵۰مقام څخه ۱۲۸ته رسېدلی دی او د مالي هیواد بیا له ۲۵ مقام څخه ۹۹ ځای خپل کړی دی.

https://p.dw.com/p/17ULT
انځور: picture-alliance/dpa

افغانستان تیر کال په دغه نوملړ کې۱۵۰ ځای لاره خو اوس ۱۲۸ مقام ته راکښته شوی دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اوس په افغانستان کې خبریالان زندانونو ته نه استول کیږي او له همدې کبله وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

افغانستان د پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او خپلو یو شمیر نورو گاونډيو هیوادونو په پرتله د نوملړ په سر کې دی. دې سازمان ویلي دي چې تمه کیږي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي په دې هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې لا پسې ډیرې شي.

د بې سرحده خبریالانو په حواله په مالي کې د رسنیو د آزادۍ وضعه تر هغه وروسته لا پسې خرابه شوې ده چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړې په ۲۰۱۲ کال کې لا زور واخیست. مالي د بي سرحده خبريالانو د ټولني د هیوادونو په لیست کې په ۲۰۱۱ کال کې ۲۵ ځای لاره. خو په ۲۰۱۲ کال کې يې ۹۹ ځای خپل کړی دی.

د بې سرحده خبریالانو سازمان هر کال د ۱۷۹ هیوادونو نومونه د رسنیو د آزادۍ له لحاظه په یوه نوم لړ کې راولي. په دغه نوملړ کې د فنلند هيواد نوم تر ټولو لومړی راغلی دی.

دغه هیواد تیر کال هم د نوملړ په سر کې وو. د نوملړ وروستی هیواد ایریتریا دی. له اخره دویم نوم د شمالي کوریا دی.

ترکمنستان، سوریه، صومالیا، ایران او چین هم د دغه نوملړ په پای کې ځای لري. سوریې ته د خبریالانو له پاره د تر ټولو خطرناکه هیواد نوم ورکړل شوی دي. هالند چې تر دې پخوا په دریم ځای کې وو اوس يې د ناروې ځای نیولی دی او په دې ترتیب سره په نوملړ کې تر فنلند وروسته دوهم دی.

آلمان هم یوه شمېره شا ته تللی دی

آلمان چې په۲۰۱۱ کال کې یې د بې سرحده خبریالانو په نوملړ کې ۱۶ ځای لاره، اوس په نوملړ کې ۱۷ ځای لري. د آلمان د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چې د دې پر شا تګ تر ټولو لوی لامل د رسنیو وړوکي کیدل دي. دې سازمان زیاته کړې ده چې اوس په آلمان کې د پخوا په پرتله لږ رسنې خپل مواد پخپله تولیدوي.

که څه هم آلمان په دغه نوملړ کې ۱۷ دی خو بیا یې هم له انګلستان، متحده ایالاتو او فرانسې څخه مخکې دی. په دې نوملړ کې انګلستان په ۲۹، امریکا په ۳۲، فرانسه په ۳۷ او روسیه په ۱۴۸ مقام کې راغلي دي.

جاپان چې تر دې مخکې په ۲۲ مقام کې وو اوس ۵۳ مقام ته رسیدلی دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چې جاپان د فوکوشیما تر پېښې وروسته پوره معلومات رسنیو ته نه دي ورکړي.

د بې سرحده خبریالان سازمان خپل کلنی نوملړ د یو شمیر فکتورونو له مخې جوړوي چې پکې معلوماتو ته لاسرسی، غچ اخیستنه، د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالی، د رسنیو تنوع، د رسنیو په برخه کې قوانین، انترنت ته لاسرسی او سانسور شامل دي.