د بېنظير بوتو د ترور د دوسيې څارنوال ووژل سو
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۳, جمعهاوس نو تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې ایا کیدای شي دغه څارنوال داسې معلوماتو ته لاسرسئ لاره چې په اخر کې د هغه د ژوند په بیه تمام شول.
ذولفقار د پاکستان په حکومت کې په یوه څیړنیز کمیسیون کې کار کاوه چې دنده یې په ۲۰۰۷ کال کې د بېنظیر بهټو د قتل څیړنه وه. د جمعې د ورځې په پېښه کې د ذولفقار په ګډون د هغه یو تن ساتونکی او یو لاروی هم وژل شوی دی.
د میرمن بهټو په قضیه کې د پاکستان پر پخواني مشر پرویز مشرف، باندې تور لگول کیږي چې د هغې يعني بوټو له پاره د کافي امنیتي تدابیرو په برابرولو کې پاته راغلی وو. میرمن بوټو په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان ته په ټاکنو کې د گډون په موخه ستنه شوې وه خو هغه د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال د یوه ترهګر برید په پایله کې ووژل شوه.
چودرې ذولفقار څو ورځې مخکې ویلي ول چې داسې شواهد په لاس کې شته چې مشرف د بوټو د قتل په قضیه کې ښکیل دی.
ګرانې څیړنې
مشرف د مارچ په میاشت کې له تبعید څخه بیرته پاکستان ته ستون شو، چي د دې هیواد په پارلماني ټاکنو کې چې د می میاشتې پر ۱۱ نیټه تر سره کیږي ګډون وکړي. خو د هغه د نوماندۍ غوښتنلیکونه د پاکستان د ټاکنیزو حوزو له خوا رد شول او بیا وروسته یوې محکمې پریکړه وکړه چې نور مشرف نه شي کولای چې د پاکستان د سیاست ډګر ته داخل سي. اوس مشرف اسلام آباد ته نژدې په خپل کور کې نظر بند دی.
مشرف ټول هغه تورونه چې وایي دی د میرمن بوټو په وژنه کې ښکیل دي او یا یې هم د هغې د ساتنې له پاره کافي امنیتي تدابیر نه ول نیولي رد کړي دي. یو شمیر کسان خو ان د ذولفقار په وژنه کې هم مشرف ته ګوته نیسي خو د هغه وکیل ملک قمر افضل، له دویچه ویله سره په خبرو کې د ذولفقار د وژني په قضیه کې د مشرف د ښکیلتیا په اړه ان خبري کول بی معنی وبلل. هغه وویل:
«دا په بشپړه توګه غلطه خبره ده. داسي خبره اصلاً وجود نه لري. زه د دې کار له پاره هیڅ کوم دلیل نه وینم. دغه شان خبري کول ان بې معنی دي.»
ذولفقار چودري یوازي د بینظیر بوټو د وژنې د دوسیې په اړه څیړنې نه کولي. هغه دغه راز په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبیی باندي شوي ترهګر بریدونه هم څیړل چې ویل کیږي ترهګرو شبکو له پاکستان څخه پلان کړي ول. په دغو ترهګرو بریدونو کې ۱۶۰ کسان وژل شوي ول.
پرته له ثبوته ګمانونه
د ستري محکمې د ویکیلانو د انجمن پخوانی مرستیال اکرام چاودري، وايي چې ښاغلی ذولفقار په وروستیو کې د تاوتریخوالي یوازینی قربانی نه دی. هغه زیاتوي چې تر دې مخکې هم دوه نور وکیلان برمته شوي ول او ورسره ناوړه چلند شوی وو. چاودري زیاتوي: «زه فکر کوم چې دغه پېښي له یو بل سره تړلي دي او ځینې لوړپوړي امنیتي چارواکي پکښي ښکیل دي. دغه کسان غواړي وښيي چې هغوی د هر چا مخه نیولای شي، په خاصه توګه د څارنوالانو د انجمن.»
دې څارنوال زیاته کړه چې د ښاغلي ذولفقار وژنه کیدای شي چې د دغه شان کسانو له خوا پاکستاني قاضیانو او رسنیو ته یو اخطار وي. خو هغه ټینګار وکړ چې دغه شان کوښښونه به کامیابه نه شي، ځکه د چاودري په خبره د پاکستان څارنوالان او قاضیانو خپلو دندو ته ژمن دي.