1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بیارغونې پروژو په تمویل کې دې دمه وشي»

مسعود جهش (رویترز)۱۳۹۱ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي څیړونکي جان سوپکو، په دې هیواد کې د فساد لوړې کچې او د پروژو ناوړه مدیریت ته په کتو سره ویلي دي چې امریکا باید په افغانستان کې په خپلو پرمختیايي پروژه کې دمه راولي.

https://p.dw.com/p/17dpL
انځور: DW/Q. Wafa

سوپکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې شل میلیارده امریکایي ډالر افغانستان ته د مرستو په موخه بیل شوي خو لا تر اوسه پورې مصرف شوې نه دي. شاوخوا ۱۰ میلیارده نورې مرستې به په نزدې راتلونکې کې د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شي.

سوپکو پوښتلې دي چې ایا دغه پیسې باید د افغانستان د بیارغونې په پروژو کې ولګول شي او که نه؟ هغه ویلي دي چې د امریکا له خوا ډیر شمیر تمویلیدونکې پروژې د افغانستان په ناامنو سیمو کې پرتې دي چې له دې هیواد څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به دغو ځایونو ته د امریکايي څارونکو تګ ستونزمن کار وي.

سوپکو چې د امریکا د سنا د یوې کمیټې پر وړاندې خبرې کولې ټینګار وکړ چې امریکا اوس کولای شي په افغانستان کې د خپلو پروژو په پلي کولو کې دمه وکړي. هغه زیاته کړه چې اوس د دې له پاره ښه موقع ده چې ټولې هغه پیسې چې مصرف شوې نه دي یو ځل بیا وڅیړل شي، او په دې اړه پریکړه وشي «چې ایا د هغوی مصروفول د دې ارزښت لري چې سړی دومره خطر پر غاړه واخلي.»

سوپکو زیاته کړه: «ښايي په یوه ځانګړي پروګرام یا پروژې کې د پیسو د مصرفولو له پاره یو دلیل موجود وي [...] خو هغه باید توجیه شي.» سوپکو په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو په اړه لا وختي ځینې پوښتنې راولاړې شوې دي.

د هغې فرعي کمیتي مشر چې سوپکو يې پر وړاندې خبرې کولې جمهوري غوښتونکي جسون چافیتس، دی. هغه وویل چې «دا یوه ښه خبره نه ده چې متحده ایالات د یوه مالي کړکیچ په جریان کې د خپلو مالیه ورکوونکو پیسې د نړۍ داسې یوه هیواد ته استوي چې تر ټولو ډیر په فساد ککړ دی.»

افغانستان د نړۍ د ډیرو فاسدو هیوادو په قطار کې شمیرل کیږي. متحده ایالاتو په تیرو لسو کلونو کې له دې هیواد سره شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر مرستې کړې دي. د دغو مرستو ډیره برخه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې مصرف شوې ده.

تر دې مخکې ولسمشر اوباما په خپلې کلنۍ وینا کې اعلان کړی وو چې له افغانستان څخه خپل ۳۴۰۰۰ سرتیري راباسي او د راتلونکې کال تر پای پورې به په دې هیواد کې «د امریکا جګړه» ختمه شي.

سوپکو له اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د هغو پروژو څیړنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا تمویلیږي. هغه ویلي دي چې په دغه موده کې یې په افغانستان کې له میشتو ټولو امریکایي سازمانونو څخه غوښتي چې د خپلو پروژو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي. دی به د دغو پروژو نوملړ د امریکا ګانګرس او حکومت ته وسپاري چې د هغوی د راتلونکې په اړه پریکړه وشي.

سوپکو د بیلګې په توګه ویلي دي چې «که افغانان یو روغتون و نه شي ساتلای نه ولي باید هغه جوړ کړای شي.» تر دې مخکې سوپکو د امریکا له خوا افغان پوځ ته د تیلو خریدارۍ څیړلې وې. هغه ویلي وو چې په دغو خریداریې کې په میلیونو ډالر لادرکه دي او د دې امکان شته چې له ایران څخه تیل رانیول شوي وي.