1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام زندان څخه افغان الاصله المانی خوشي سو

۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبه

د شنبې په ورځ په رسنيو کي د هغه افغان الاصله الماني ځوان په هکله خبرونه خپاره سول، چي د امريکايي چارواکو لخوا د افغانستان و بگرام زندان ته بېول سوی ؤ. امريکايانو دغه 23 کلن ځوان د ترهگرۍ په شک نيولی ؤ.

https://p.dw.com/p/Qwl7
د بګرام نظامي اډه
د بګرام نظامي اډهانځور: Google Maps/Digital Globe

د المان د بهرنيو چارو وزارت دغه خبر تايد کړی چي دغه کس الماني چارواکو ته سپارل سوی دی. د بهرنيو چارو د وزارت لخوا رسنيو ته ويل سوي، چي حديد نومي دغه ځوان د تر هغه وروسته خوشي سوی چي د المان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري سره تليفوني خبري وکړې.

د يوې المانۍ ورځپاڼې ډېر شپيگل په وينا د کلنټن د مداخلې وروسته د حديد آزادېدنه ممکنه سوه.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېستروېله، رسنيو ته وويل چي، دی پدې ډېرخوشاله دی چي دغه ستونزه هواره سوه او پدې لړ کي وېستروېله د هېلري کلنټن څخه د هغې د کومک په هکله هم مننه وکړه.

د المان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي که حديد نومي دغه ځوان وغواړي نو په کابل کي به د المان سفارت ورسره کومک وکړي چي هغه ژر تر ژره المان ته راستون سي.

المانۍ ورځپاڼې ډېر شپيگل ليکلي دي چي، دغه 23 کلن ځوان د المان په فرانکفورټ ښار کي اوسيږي او امريکايانو هغه د جنورۍ پر اتمه نېټه په کابل کي د خپل پلار د کور څخه د ترهگرۍ په شک و بگرام ته بېولی ؤ.

خو د حديد خپلوان وايي چي هغه و کابل ته د خپل پلار د ليدلو لپاره تللی ؤ څوک چي په کابل کي تجارت کوي.

ډېر شپيگل زياته کړېده چي، د افغان الاصله الماني ځوان په هکله د جرمني پوليسو ته يو کال ترمخه شکونه ورپيدا سوي وه.

الماني پوليسو دا بېره درلودله چي دغه ځوان ښايي له دې خاطره افغانستان ته تلل غواړي چي هلته د جهاد روزنه تر لاسه کړي.

د المان د فرانکفورټ د ښار پوليسو د 2009م مېلادي په اکتوبر کي ددغه ځوان څارنه پېل کړه. خو کله چي د ځوان په هکله شکونه کره نه سول نو د 2010م مېلادي کال په جولای کي د هغه په وړاندي د پوليسو دوسيه بېرته وتړله سوه.

پداسي حال کي چي الماني امنيتي ادارې د متحده ايالتونو د امنيتي ادارو سره خپل معلومات شريکوي نو ښايي له همدې وجي امريکايانو دغه ځوان په کابل کي نيولی ؤ.

خو اوس داسي بريښي چي د ځوان قضيه د هغه په خوشي کېدو حل سوېده.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل