1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام زندان په رسمي توگه افغانانو ته وسپارل شو

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/165uE

افغان دولت نن ویلي دي چې د بگرام د شخړه ییز زندان چارې ئې تر لاسه کړي دي. په داسې حال کې چې دواړه خواوې د بندیانو د برخه لیک په اړه سره یوه خوله نه دي. خو په اوسني وخت کې تر ټولو لویه پوښتنه په اوږده موده کې د بندیانو د برخ لیک په اړه ده. د رپوټونو په حواله نن په بگرام کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د بگرام د زندان چارې افغانانو ته وسپارل شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر عزت الله نظري په دغو مراسمو کې وویل چې دا د خوښی ځای دئ چې موږ او تاسو د بگرام د زندان د افغاني کیدو د مراسمو شاهدان یو. د افغانستان د پوځي پولیسو قوماندان سیف الله صافي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د شپږو میاشتو د انتقال په پروسه کې ۳۱۸۲ تنه زندانیان دوی ته سپارل شوي دي. په دغه زندان کې۵۰ بهرني اتباع هم بندیان خو د دولت او متحده ایالاتو تر منځ په شوي تړون کې افغانانو ته د هغوی سپارل شامل نه دي.