1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام زندان پر سر نوي جنجالونه

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي پر امريکايي ځواکونو باندي نيوکه کړې ده، چي اوس ئې هم په بگرام کي ۶۰۰ تنه افغان بنديان ساتلي دي. د دغه زندان واک څو ورځي دمخه افغانانو ته وسپارل سو.

https://p.dw.com/p/16A9D
انځور: Getty Images

يوه اووني وروسته ترهغه چي د بگرام زندان چاري په رسمي ډول افغان حکومت ته وسپارل سوې اوس يو وار بیا د دغه زندان پر سر جنجال راپورته سوی دئ.

دغه زندان چي اوس د پروان زندان په نامه ياديږي په افغانستان کي يو له سترو زندانونو څخه دئ. د پروان په زندان کي نزدې ۳۰۰۰ بنديان ساتل کيږي.

د سپتمبر د مياشتي پر ۱۰ نېټه د دغه زندان ټولي چاري افغانانو ته وسپارل سوې، خو ناټو وويل، چي ۳۴ تنه بنديان او ۶۰۰ تنه نور بنديان، د زندان په اړه تر لاسليک سوي موافقې وروسته نيول سوي دي او هغوی به د امریکايي ځواکونو په زندان کي پاتيږي.

د بگرام زندان د سپارلو تړون شپږ مياشتي د مخه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د قوماندان جنرال جان الين او د وخت د افغان دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ تر منځ لاسليک سوی وو
د بگرام زندان د سپارلو تړون شپږ مياشتي د مخه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د قوماندان جنرال جان الين او د وخت د افغان دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ تر منځ لاسليک سوی ووانځور: dapd

امريکا له دې څخه انديښنه لري، چي کيدای سي افغان چارواکي ډير خطرناک بنديان پرته له کوم دليله آزاد کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۶) د ارگ په ماڼۍ کي د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا د ځانگړي استازي مارک گروسمن سره، چي د ستراتيژيک تړون پر سر خبرو اترو له پاره کابل ته تللی دئ وويل، دا له هغه تړون څخه سرغړونه ده، چي د سپتمبر د مياشتي پر ۹ نېټه د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ لاسلیک سو.

د ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي:«دا له لاسليک سوي موافقې څخه څرگنده سرغړونه ده. افغانان به پخپل هيواد کي د زندانونو او بنديانو په اړه فکر وکړي.»

د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ د ستراتيژيک تړون يوه مهمه برخه افغانانو ته د بنديانو او زندانونو د اختياراتو سپارل دي.

کابل او واشنگټن اوس پر دې باندي خبري کوي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چي ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، په څه شمېر پوځي اډې جوړي کړي او څونده عسکر ئې په دغه هيواد کي پاته سي.

خو د کرزي دغه نیوکي کيدای سي، چي د ستراتيژيک تړون پر سر خبرو کي ځنډ راولي. دغه تړون بايد د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کي تيار او لاسليک سي.

له بگرام زندان څخه ازاد سوي بنديان
له بگرام زندان څخه ازاد سوي بنديانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

افغانستان له ډير وخت راهيسي د هغه زندان د کنترول د ترلاسه کولو په لټه کي دئ، چي په کيوبا کي د گوانتانامو او په عراق کي له ابوغريب زندان سره تشبيه کيږي.

د امريکا پر متحده ايالاتو باندي ډير داسي تورونه لگېدلي دي، چي په بگرام زندان کي چي په افغانستان کي تر ټولو ستر زندان دئ، له بنديانو سره ناوړه سلوک کيږي.

رويترز/نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم