1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام زندان په بشپړه توګه افغان دولت ته وسپارل شو

ميرويس جلالزی، کابل۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبه

د بګرام زندان ټولې چارې په داسي حال کې نن افغان دولت ته وسپارل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په خپل لومړي او ناڅاپي سفر افغانستان ته راورسید.

https://p.dw.com/p/183ng
انځور: picture-alliance/dpa

د بګرام زندان چې د امریکایي ځواکونو له خوا يې اداره کېدله، نن په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شو او ټولې چارې يې اوس افغان دولت پر غاړه لري.

د زندان د کنترول پر سر د کابل او واشنګټن تر منځ لا له څو میاشتو راهیسي ناندرۍ روانې وې.

په هغو مراسمو کې چې د زندان د چارو د سپارلو له کبله جوړ شوي وو د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي، د ناټو قوماندان جنرال ډانفورډ او د امنیت د لیږد د پروسي د مشر اشرف غني احمدزي په ګډون د افغانستان او ناټو په لسګونو تنو صاحب منصبانو او چارواکو برخه لرله.

جنرال ډانفورډ وویل چې د بګرام زندان سپارل د انتقال د بهير یوه مهمه برخه ده او دا بهير د افغان ځواکونو د وړتیا، په ځان باورۍ او خپلواکۍ یوه روښانه بېلګه ده.

محمدي وویل چې دوی دې ته چمتو دي چې په ډیره ښه توګه د زندان ساتنه وکړي. د انتقال د بهير ريیس اشرف غني احمدزي هم افغان لوري ته د بګرام زندان سپارل یو مهم پرمختګ بللی دی.

د بګرام ګڼ شمېر زندانيان آزاد شول

د بګرام زندان د اوسني قوماندان، جنرال فاروق بارکزي پر وینا تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰۰۰ بندیان دوی ته سپارل شوي دي چې تر څيړنو وروسته یي ۱۳۷۵ تنه آزاد کړل شول.

نن هم د بګرام له زندان څخه څه د پاسه ۵۰ تنه بندیان تر بي ګناه ثابتېدلو وروسته آزاد شول.

څو تنو آزادو شویو بندیانو چې افغان لوري ته سپارل شوي دي، په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه. هغوی له امریکايي لوري څخه خپل تر پښو لاندي شوي حقوق وغوښتل. د محمد مراد په نوم يوه پخواني بندي دويچه ويله ته وويل: «اووه میاشتې په ګوانتانامو کې بندي وم، اوس مې درې میاشتې دلته تېرې کړې بیا هم نه پوهېږم چې برخلیک به مې څه وي. اوس یي د څرخي پله زندان ته وړي یو.»

کارپوهان څه وايي؟

اوس چې د بګرام زندان چاري افغان دولت ته په بشپړه توګه سپارل شوي دي دا پوښتنه هم راپورته کيږي چې آيا افغان دولت به دا وړتیا ولري چې بندیان د نړیوالو قوانینو له مخې وساتي که څنګه.

د افغانستان او ناټو په لسګونو تنو لوړپوړو چارواکو په مراسمو کې ونډه واخيستله
د افغانستان او ناټو په لسګونو تنو لوړپوړو چارواکو په مراسمو کې ونډه واخيستلهانځور: picture-alliance/dpa

خو افغان لوري ته د بګرام زندان د بشپړ کنترول سپارل هغه هيلې هم را ژوندۍ کړې چې وايي افغان دولت اوس د بشپړې خپلواکۍ پر لور ګام اخلي چې کېدای شي دا کار له طالبانو سره د افغان دولت د سولې په خبرو کې هم مرسته وکړي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی، عصمت الله غلجی، د دغو نويو انکشفاتو په اړه وايي: «اوس دا زمینه برابره شوې ده چې دوه دښمنې ډلې تر یوې اندازې له دښمنۍ لاس واخلي، سره کښیني او خپل مسایل مطرح کړي. مونږ باید اعتراف وکړو چې په دغه کار کي د امریکا نقش ډیر اساسي وو. دا کار د افغانستان په ګټه دی.»

د بګرام له زندان څخه په وار وار له بندیانو سره د بد چلند راپورونه را پورته شوي ول. افغانانو ته د بګرام زندان د سپارلو لړۍ د تېر کال د وږي د میاشتې په ۲۰مه نیټه پيل شوې وه.

کتونکي د بګرام زندان بشپړ افغاني کیدل د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیک سند پر سر یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو مهم پرمختګ بولي.