د بګرام زندان تش په نامه افغانانو ته سپارل سوی دی
۱۳۸۹ آبان ۲۱, جمعهدوی وایی په زندان کې د بندیانو سره د مسولینو چلند ښه دی، خو دا چي دوسیې یې د افغاني څیړونکو لخوا څیړل سوي او نه ايله کیږي د خوابدی خبره ده .
بندیان وایي اکثراً داسې سوي چی بندي ته تر تحقیقاتو وروسته د افغاني چارواکو لخوا د خلاصون امر ورکول سوی دی خو د خارجيانو لخوا ورته اجازه نده ورکول سوې، نو په میاشتومياشتو نورهم په محبس کي پاته کيږي .
دوی غواړي چي افغان چارواکو ته دي په رښتينی ډول د مسولیت ترڅنګ ټول اختيارات هم وروسپارل ﺉي .
دغه څرګند ونې هغه 11 تنو خوستيو بندیانو وکړې چي تیره ورځ دپروان د زندانه راخلاص اود خپلو کورنیو سره یو ځای شول .
په سیمه کې د چارو شنونکی هم دغه کار ته د شک په سترګه ګوري او وایي که دغه کار په رښتیا سره روان وي نو د ولس بارو به نورهم پر افغان دولت کم سي .
د بګرام د زندان څخه راايله سوی بندي نصرالله خان چې د دوی د خلاصون په اړه جوړي سوي غونډي ته خبري کولې، په محبس کې د مسولینو د چلند څخه خوښ ؤ .
خو ده شکایت کاوه چې افغانانو ته تش په نامه د زاندان مسولیت سپارل سوی او واکونه نلري.
یو بل تن خوست میشتی بندي هم ورته خبره کوله او ویل يې،افغانانو ته د زندان د واک سپارل د نړیړالو په سترګو کې خاروي اچول دي .
ده اضافه کړه اوس هم د بګرام په زندان کي واک او مسولیت د خارجیانو په لاس کې دی او افغانان هیڅ اختیارات نلري .
ددغه ادعاوو د پوره ځواب پيداکولو په منظور مود افغانستان د محبسو د مسؤل ډګر جنرال امیر محمد جمشید نظرهم وپوښتی ، خو نوموړي پدې اړه دومره وویل چې دغه موضوع په دفاع وزارت پوري اړه لري .
دااوله پلا نده چي د بګرام د زندان څخه راايله سوی بندیان شکایتونه کوي . پخوا هم دیته ورته ادعاوې او شکایتونه موجود وه ، خو تراوسه ورباندې غور ندی سوی .
فريدالله ظاهر
کتونکی : محمد قاسم نوري