د بيا رغوني د بهير يوه لويه لاسته راوړنه
۱۳۸۷ تیر ۱۶, یکشنبهد افغان کوريا د فني او حرفوي زده کړو د مرکز جوړيدل د فني اوحرفوي زده کړو په ډګرکي د افغانستان د بيارغوني د بهير يوه لويه لاسته راوړنه ده . دغه فني او حرفوي مرکز د کوريا د دولت د لسو مليونو ډالرو په مرسته جوړ سوى دى . په نوموړي مرکز کې 428 تنه زده کوونکي په حرفوي او فني زده کړو بوخت دي چي د زده کړي د ټاکلي مودې څخه وروسته د مرستيال انجنير په توګه ټولني ته وړاندي کيږي .
د مرکز رييس ښاغلى جان آغا عارفي د مرکز د جوړيدو په هکله وايي چي : دغه مرکز د هغه پروتوکول له مخه چي د کوريا هيواد د کوييکا د موسسې او د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت تر منځ لاسليک سوى، جوړ سوى دى . د ودانيو د جوړېدو، تخنيکي تجهيزات او کلنی ټول لګښت د کوريا د کوييکا د شرکت لخوا ورکول کيږي .
عارفي وايي چي : په سلو کي 50 زده کوونکي د ولاياتو څخه او50 د کابل له ولايت څخه نوموړي مرکز ته جذبوي .
د موټر د ديپارتمنت يو تن زده کوونکى د خپلو زده کړو په هکله وايي چي دوى د موټر د ترميم په برخه کي نظري اوعملي اړينه پوهه تر لاسه کوي.
د برېښنا او خياطۍ د څانګو دوه تنه نور زده کوونکي د خپلو زده کړو څخه راضي ښکاري او وايي چي د دوى لپاره ټولي آسانتياوي موجودي دي .
د کار او ټولنيزو چارو د وزارت مرستيال وزير ښاغلى پروفيسور واصل نورمهمند وايي چي، د افغان کوريا د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کي په شپږو بيلابيلو څانګو کي زده کوونکي روزل کيږي .
د يادوني وړ ده چي د افغان کوريا د زده کړي مرکز د 2004 کال د جولاى په مياشت کي پرانستل سو او تر اوسه پوري څه د پاسه 1000 تنه له دغه فني او حرفوي مرکز څخه فارغ سوي دي .