1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بوکو حرام ۲۰۷ جنګيالي وژل سوي دي»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

د چاد هيواد عسکرو په نايجيريا کي د «بوکوحرام» ترهگرې ډلې پر ضد په خپلو عملياتو کي چټکوالی راوستی دی او وايي چي د دغې ډلې تر ۲۰۰ زيات جنګيالي يې وژلي دي. په عین وخت کې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پیښې هم ډیرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Egvd
انځور: AFP/Getty Images/M. Medina

چاد چي د نايجيريا ګاونډی هيواد دی، غواړي چي په نايجيريا کي د«بوکو حرام» د ترهگرو مليشو د لا زیات پرمختګ مخنيوی وکړي. د چاد پوځ ويلي دي چي د يادي تندلارې اسلامپالې ډلې تر ۲۰۷ څخه زيات عسکر يې د ګارامبو په ښار کي وژلي دي.

د چاد د پوځ مشرتابه زیاته کړې ده چي د بوکو حرام سره په نښتو کي د دوی يو عسکر وژل سوی او يو شمېر نور بیا ژوبل سوي دي. خو د دغو ارقامو پخلی د بې طرفه سرچینو له خوا نه دی سوی. د چاد تر څنګ د نايجيريا دوه نور ګاونډي هيوادونو کامیرون او نايجر هم د بوکو حرام سره د جګړې په ترڅ کي له نايجيريا سره ملاتړي دي.

د ځانمرګو بريدونو لړۍ

د چاد هيواد پوځ له هغې وروسته د بوکوحرام د عسکرو د وژلو خبر ورکوي چي د نايجيریا په شمال کي د بمي چاودنو له کبله لږ تر لږه ۲۹ انسانان ووژل سول. لومړی بمي بريد په پوتيسکوم نومي ښار کي او دویم بريد په میليوني ښار کانو کي تر سره سو. دواړه بريدونه د سرويسونو په اډو کي په داسي وخت کي تر سره سول چي پکښي د انسانانو ګڼه ګوڼه وه.

د پوتسيکوم بريد د يوې ښځينه ځانمرګي بريد کوونکي له خوا تر سره سو چي پکښي ۱۶ انسانان ووژل سول او ۵۳ نور ژوبل سول. د دغه بريد څخه تقريبا څلور ساعته وروسته په کانو کي دوو ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه والوزول. د پوليسو د معلوماتو پر اساس په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۲ انسانان ووژل سول.

پوتسيکوم په اقتصادي توګه يو مهم ښار او د فدرالي ايالت يوبې پلازمېنه هم ده. دغه ښار د بوکوحرام د جنګيالیو مرکز گڼل کيږي. د کانو او مايدوګوري ښارونو تر منځ پروت د پوتسيکوم ښار د څه وخت راهيسي د خونړيو بریدونو شاهد پاته سوی دی.

ماشومه برید کوونکي

په پوتسيکوم کي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۲۲ نېټه) هم يوې نجلۍ په يوه بازار کي ځانمرگی بريد وکړ او ۷ انسانان يې ووژل. د عيني شاهدانو په وينا بريد کوونکې نجلۍ تقريبا اته کلنه ماشومه وه. د بوکوحرام تندلاري ډلې په تيرو وختونو کي په کراتو د کم عمر لرونکو هلکانو او نجونو څخه د ځانمرګو بريد کوونکو په توګه سوی استفاده کړې ده.


د نایجيريا په نورو ښارونو کي هم امنيتي وضعه ښه نه ده. د بېلګي په توګه د مرکزي فدرالي ايالت کوګي څخه يوه امريکايي مبلغه تښتول سوې ده. د کومي مسيحي کليسا له پاره چي دغې مېرمني په نايجيريا کي کار کاوه ويلي يې دي چي دغه ښځينه مبلغه د څو نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوې ده. دا چي دغه مېرمنه چا تښتولې ده لا نه ده څرګنده. د نايجيريا په سويل کي په تيرو وختونو کي د جنايتکارانو له خوا څو ځله انسانان تښتول سوي دي. خو امنيتي چارواکي وايي چي د کوګي په ايالت کي هم بوکوحرام فعاليتونه لري.