1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوش د حکومت د تحقيقاتو د ميتودونو د سختوالي په هکله معلومات ورو ورو رابرسيره کيږي.

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

- د اوباما د حکومت دريځ په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ربړونې له ميتودونو څخه د کاراخيستنې په هکله په تير وخت او راتلونکې کې څه دي؟

https://p.dw.com/p/HlaM
واتربوردينګ يا په اوبو کي د غوټه ورکولو د ربړونی متود
واتربوردينګ يا په اوبو کي د غوټه ورکولو د ربړونی متودانځور: picture-alliance/ dpa

رابرت بير، د CIA يو غړی چي شل کاله يی هغی ته کار کړي وايي:

« موږ نړيوال تړونونه مات کړيدي. همدا اوس يو امريکايي ژورناليسته د تهران په بند کې پرته ده. نو څوک به ايرانيان له دې څخه منع کوي، چې هغه ته د اوبو ډوبولو سزا ورنه کړي، تر هغه پورې تر څو چې دا اقرار وکړي، چې هو هغه جاسوس ده. »

د څو اونيو راپدېخوا هره ورځ نوې خبرې رابرسيره کيږي. تلويزيونونه هڅې کوي چې کارپوهان، پخپله نومول شوي مسلکي کسان، سياستوال او يا عادي متفکران د کمرو په وړاندې کښېنوي او بحثونه ورسره کوي. مثلا د ريچارد خيرغوندې کسان. هغه د اولسمشر بوش په وخت کې د CIA مرستيال مشر وو او د دې مسئول وو، چې د امريکې د متحدو ايالتونو قانونيت وساتي. د ده دريځ:

«که چېرې زه دا دنده ولرم چې د مثال په توگه د سپتمبر د يولسمي ورځې غوندې گذارونو مخه په ډېرو سختو تدبيرونو سره ونيسم: نو زه دا کار کوم. د ټولنيزې سلامتيا او امنيت په خاطر به د يوه ولسمشر په توگه دا کار کوم او د CIA د مشر په توگه به د هغه توصيه کوم.»

د بوش د حکومت د ګرويږنږ د ميتودونو د سختوالي په هکله معلومات ورو ورو رابرسيره کيږي.

دا پخپله له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

خو بارک اوباما د ربړونې په اړه ښکاره او روښانه دريځ څرګند کړ:

« د امريکې متحد ايالتونه ربړونه نه کوي! دا روښانه پريکړه موږ دلته نن شپه کوو».

خو اوباما په هيڅ ډول روښانه او ښکاره دريځ په دې اړه چې مسؤل کسان محکمې ته وکاږل شي، نه لري. ولسمشر په يوه ټکي ولاړ دي چې د سي آي اې کارکوونکو ته چې بنديان يي په واټربوردينګ ربړولي دي، د بوش د حکومت د عدليې وزارت لخوا ويل شوي وو، هغه څه چې دوي يي کوي، ورته اجازه شته». د اوباما لومړي ځواب نه! دي. څو ورځې وروسته په دغه څرګندونه خپله شک کوي.

« زه وايم چې دا د عدليې وزارت پريکړه ده، دلته زه کوم حکم نشم کولاي.»

جينز بورشرز/ سهيلا حستر نظيمي

کتونکي: عبدالباري حکيم