1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستون بمي برید کونکی په اعدام محکوم شو

آژانوسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

د بوستون په ښار کې په ۲۰۱۳ کال کې په یوې سپورتې لمانځنه باندې د بمی برید کونکي جوهر سارنایف پرضد د اعدام حکم صادرول په متحده ایالاتو کې یو ځل بیا د دغی سزا په هکله سخت بحثونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1FQZD
د جوهر سارنایف او د هغه د ورور عکسونه د بوستون د منډو یا ماراتون باندی د برید په وخت کې
د جوهر سارنایف او د هغه د ورور عکسونه د بوستون د منډو یا ماراتون باندی د برید په وخت کېانځور: Reuters/FBI/Handout

د بوستون د ماراتون ( ډله ایزمنډې) په یوې لمانځنې باندې د ۲۰۱۳ کال په یوه بمي برید کې چې په نتیجه کې دری تنه مړه او ۲۶۴ نور ټپیان شول د نقش درلودلو په وجه، جوهر سارنایف د محکمی د یو قضايی هيأت له خوا په اعدام محکوم شوو.

د محکمې قضائي هیأت د جمعې په ورځ د خپل حکم د اعلان په وخت کې وویل چې سارنایف د مرگ د سزا د قانون د ۱۲ فقرو څخه په یولسو کې مجرم گڼل کیږي. په هغو کې په یو سترې لمانځنې باندې چې ډير خلک په کې راټولیږي، حمله هم شامله ده. قضايي هیأت یادونه وکړه چې د جرم یواځنې فقره چې څارنوالان بریالی نه شول هغه په اثبات ورسوي، د جوهر سارنایف له خوا هغه یوه وینا وه چې ویلي ؤ :« د متحده ایالاتو پرضد زور زیاتي د توجیه وړ دی.»

د بوستون د ۲۰۱۳ کال د ماراتان په لمانځنې باندې د بمي بریدونو په اړه د ټولو ۳۰ عنوان شوو تورونو کې ۲۱ کلن په خټه چیچني جوهر سارنایف مجرم وگڼل شوو.

کله چې حکم صادرو شوو په محکمه کې چپه چوپتیا خوره شوه. نه د پیښی د قربانیانو له خوا د خوښی چیغی پورته شوې او نه هم د اعدام د حکم د مخالفینو له خوا په احتجاج لاس پورې شو. سارنایف هم چې د ذهرجنې پیچکاري کولو سزا ورته واورله شوه داسی ښکاریده چې دغه سزا یی منلي وي.

د اعدام د حکم په وړاندې غبرگونونه

د متحده ایالاتو عمومي څارنوال لوریتا لاینچ له دغه حکم څخه هرکلی وکړ او وویل: «د مرگ دغه سزا د یو داسې وحشیانه جرم لپاره مناسبه سزا ده.» دغه راز د محکمې له سالون څخه بهر د بوستون د پولیسو رئیس ویلیام ایونتس د مرگ دغه سزا د عبرت اخیستلو لپاره یوه پیغام وگاڼه: «مونږ به تروریزم هیڅکله ونه ځغمو.دا فرق نه کوي چې څوک د اعدام د سزا موافق دي او که یی مخالف. هغوی نه شي کولای چې زمونږ د ښار ماراتون له خپلو بریدونو سره له مینځه یوسي.»

د بوستون د ۲۰۱۳ کال پر ماراتون باندی د برید یوه صحنه
د بوستون د ۲۰۱۳ کال پر ماراتون باندی د برید یوه صحنهانځور: Reuters

د پیښی د قربانیانو او د خپلوانو په مینځ کې غبرگونونه سره توپیر درلود. کیرن برسات چې لا تراوسه له دغه برید څخه ویره لري او ترې رنځ وړي، وویل چې سره له نن هغه د هوسايی احساس کوي: «کله چې ما دغه حکم واورید نو ځان سره مې وویل چی صحیح ده ، اوس نو مونږ کولای شوو چې خپل ژوند ته دوام ورکړو او دا پیښه شاته پریږدو» د اطفائیی د کارکونکو څخه مایکل وارد چې له برید څخه وروسته د پیښی یو گڼ شمیر قربانیانو پالنه یی کړه وه وویل: «دا حکم د هرکلی لپاره نه بلکه د عدالت د خوندی ساتنې لپاره صادر شوی دی.» خو سمدلاسه د نوموړي غوسه راوپاریده او وویل چې دغه مجرم خپلې سزا ته ورسید.« هغه به هرمرو دوزخ ته لاړ شی. هغه ځای چې ده خپل غوښتل، خو ډير ژر له هغه څه چې ده يی فکرکاوه.»

د اته کلن مارتین ریچارد چې په دغه برید کې وژل شوی دی، مور او پلار په ښکاره توگه د اعدام د سزا په مخالفت غږ پورته کړ. خو هغوی وویل د دغه حکم پر ضد د مرافعې غوښتنه ښايی کلونه دوام پیدا کړي او له دې سره به د هغوی درد او رنځ هم داسی ژر پای ته ونه رسیږي.

قضايی کارپوهان هم اټکل کوي چې د جوهر سارنایف پرضد صادر شوی حکم ښايی مرافعه غوښتنی او استیناف ته راجع کړای شي. د قضايی چار کارپوه، دانیل میدورد وايي:« دا قضیه ښايی مونږ کلونه او حتی یوه لسیزه مصروف کړي.»

سارنایف او د هغه ورو تامرلان د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۱۵ په بمی بریدونو سره د منډو په یوه لمانځنه کې په خپلو بمی بریدونو سره دري تنه ووژل او ۲۶۴ تنه نور ټپیان کړل. د هغو له جملې څخه ۱۷ تنو خپل لاسونه او یا پیښی له لاسه ورکړې.