1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوزنيا په جګړه کي په ډليزو وژنو تورن د صربيانو مشر نيول سو

۱۳۸۷ مرداد ۱, سه‌شنبه

نړيواله جزايي محکمه پر رادوان کاراچيچ، باندي دا تور لګوي چي دی په بوزنيا کي د 8000 مسلمانانو په وژلو کي لاس لري

https://p.dw.com/p/EhU0
په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ
په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچانځور: AP

د بالکان په سيمه کي دجګړې يو نامتو شکمن جنايتکار رادوان کراچيچ تر د 13 کالو پټ ژوند څخه وروسته د قانون منګلو ته ورغلی دی .

دغه خبر پرون ماښام د صربستان د ولسمشر د دفتر له خوا خپور سوی او په خبر کي ويل سوي دي چي، د صربستان امنيتي ځواکونه دکراچيچ په پيداکولو او نيولو بريالي سوي دي.

نن د جګړې د شکمن جنايتکار، 63 کلن کاراچيچ څخه په بلګراد کي دهغي محکمې له خوا لومړني تحقيقات سوي چي د جګړې د جنايتکارانو محکمه بلل کيږي .

د کاراچيچ د نيولو د خبر په اوريدو سره په سرايوو کي په زرهاو خلګ کوڅو او بازارونو ته راووتل او لوی جشن يي جوړ کړی
د کاراچيچ د نيولو د خبر په اوريدو سره په سرايوو کي په زرهاو خلګ کوڅو او بازارونو ته راووتل او لوی جشن يي جوړ کړیانځور: AP

په نړيواله سويه اروپايي ټولني، ملګرو ملتونو او نورو مخورو سياسي شخصيتونو او دبشري حقونو پلوي سازمانونوله دې څخه ډيرښه هرکلی کړی دی، چي دبالکان دسيمي دجګړې يو نامتو ګوماني جنايتکار د قانون منګلو ته سپارل سوی دی.

کاراچيچ او دپخوانۍ يوګوسلاويا پخوانی پوځي مشر راتکو ميلايچ د بالکان د جګړې هغه شکمن جنايتکاران بلل کيږي چي له ډيري مودې راهيسي دهاګ دنړيوالي جزايي محکمې له خوا د دوی د نيولو حکمونه صادر سوي دي.

رادوان کاراچيچ د بالکان د جګړې په وخت کي په بوزنيا کي د صربيانو مشر بلل کيدی .

د دن هاګ د نړيوالي جزايي محکمې له خوا چي، په نړۍ کي دجګړې د ګوماني جنايتکارانو د محاکمه کولو دپاره جوړه سوې ده، په رادوان کاراچيچ باندي دا تو ر لګوي چي دی په بوزنيا کي د 8000 مسلمانانو په وژلو کي لاس لري .

په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ او د پخوانۍ يوګوسلاويا پوځي مشر راکو ميلاچيچ، د بالکان د جګړې شکمن جنايتکاران بلل کيږي
په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ او د پخوانۍ يوګوسلاويا پوځي مشر راکو ميلاچيچ، د بالکان د جګړې شکمن جنايتکاران بلل کيږيانځور: AP

رادوان کاراچيچ د 1945 ميلادي کال دجون دمياشتي پر 19 نيټه دصربستان دپات نيچکا په کلي کي زيږيدلی دی . دی په اصطلا دميز ترشا يو شکمن دجګړې جنايتکار بلل کيږي .

که سړی د ده و ظاهري بڼي ته وګوري چي شيک ګرځي نيکټايي تړي اوښې دريشۍ اغوندي نو هيڅ څوک پر ده باندي دا ګومان نه کوي چی هغه دي د 8000 انسانانو په وژلو کي لاس ولري .

رادوان کاراچيچ د 13 کالو را پديخوا پټ ژوند کوۍ که څه هم چي څو څو واري دمخه د ده د نيولو دپاره هڅي سوي وې، خو دغه هڅي بريالۍ نه وې . داسي ګومان کيږي چي، کاراچيچ، د بوزنيا او منتي نګرو د ښارونو ترمنځ په يوه کليسا کي تر اوسه ژوند کاوه.

کاراچيچ، دطب په څانګه کي خپل تحصيلات بشپړ کړي، د روحياتو سره هم علاقه لري او شاعر هم دی.