1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بودجې پر سر جنجال نړۍ له ستونزو سره مخامخ کوي»

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۱۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د بودجې پر سر په کانګرس کې په دریمه ورځ هم کومه پریکړه نه ده شوې. که امریکايي ګوندونه په دې اړه ژر تر ژره یوې پریکړې ته و نه رسیږي، نو د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد له جدي عواقبو سره مخامخیدای شي.

https://p.dw.com/p/19tnM
انځور: REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو حکومت ګواښ کړی دی چي که د دغه هیواد د بودجې د مالي منابعو پر سر ژر تر ژره یوه موافقه و نه شي، نو دغه وضعیت به پر نړیوال اقتصاد باندي هم ناوړه اغیز واچوي. د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت ویلي دي چې که چیري کانګرس د بودجې د مالي منابعو پر سره رامنځ ته شوې شخړه پر خپل وخت یعنې د اکتوبر میاشتې تر ۱۷مې نیټې پورې حل نه کړي، نو دا به له دوهمي نړیوالي جګړې راهیسې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر اقتصادي کړکیچ وي.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت ویلي دي چې که دغه وضعیت ژر تر ژره پای ته ونه رسیږي نو له د «ناورین ډکې پایلې به ولري». دې ادارې ویلي دي چي د دغه وضعیت پایلې کیدای شي د ۲۰۰۸ کال د مالي کړکیچ تر ناوړه پایلو هم ډیري وي. د پېسو د نړیوال صندوق مشري کریستین لاګارد، وویل چې دغه وضعیت کولای شي چې پر نړیوال اقتصاد باندې هم ناوړه پایلي واچوي: «دغه وضعیت کولای شي چې د پورونو مارکیټ له ستونزونو سره مخامخ کړي، د ډالرو بیه کیدای شي چې ډیره راولویږي»

هغه خطا چي ټولو ته متوجه ده

د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما ويلي دي چي که د امريکا د بودجې پر سر جنجال ادامه پيدا کړي «ټولي نړۍ ته به ستونزي پيدا سي.» اوباما زياته کړې ده چي که د امریکا متحده ايالات په دغه برخه کي خطا وکړي د دغي خطا خطر ټولو به ټولو ته متوجه وي.

د روغتيايي اصلاحات ځنډ

په امريکا کي د بودجې پر سر د جموري غوښتونکو او ديموکراتانو ترمنځ جنجال پای نه ليدل کيږي. جمهوري غوښتونکي غواړي يوازي په هغه صورت کي د نوي بودجې پر سر موافقه وکړي تر څو د روغتيا په برخه کي د اباما اصلاحات بل کال ته وځنډيږي. خو اوباما دغه وړانديز ردوي. هغه ويي دي چي د روغتيا په برخه کي اصلاحات يې د حکومت له اصلي کارونو څخه دي.

ورځنی تاوان

د مشورتي شرکت (IHS) د شمېرو له مخي د دغه ضعيت په خاطر د امريکا متحده ايالاتو اقتصاد د ورځي ۳۰۰ ميليونه ډالره تاوان ویني. د دغه ستونزي يوه اوونۍ دوام کولای سي د امريکا متحده ايالاتو اقتصاد په څلورمه روبه کي ۰،۲ پاينتو ته ورسوي. دغو مسائيلو ته په کتو سره دا د تعجب خبره نه ده چي د دغه وضعيت ادامه به د امریکا د ونډو بازار له سقوط سره مخامخ کړي.