د بودجې د ټاکلو په هکله د اروپايي ټولنې اختلاف
۱۳۹۱ بهمن ۲۰, جمعه
د جمعې په سهار د بودجې د تعینولو له پاره وړاندیز شوې وروستې طرحه د ۹۶۰ میلیارده یورو په شاوخوا کې اټکل شوې ده. دغه طرحه د اروپایي ټولنې د مشر هیرمن فان رمپوي، له لوري وړاندیز شوې. ویل کیږي چې د بودجې د طرحې وړاندې د بریتانیا د لومړي وزیر دیوید، کمرون د غوښتنو پر اساس راټیټ شوی دی. کمرون د اروپايي ټولنې په لګښتونو کې د ډیرې سپما غوښتنه کوي.
په پام کې ده چې په دې اړه به وروستی پریکړه لیک د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د فبروري اتمه» بشپړ شي.
اوږدې خبرې اترې
د اروپایي ټولنې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د بودجې په اړه خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پیل شوې. په دې ترڅ کې بیلا بیل مشران د لومړنیو خبرو اترو له پاره په څو گروپونو وویشتل شول.
د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، خبرداری ورکړی چې په دې اړه کوم تضمین نه شته چې حتی د بودجې د تصویب په اړه دې دویمه هڅه هم بریالۍ وي. تر دې مخکې تیر کال د نومبر په میاشت کې د بودجې د تصویب په اړه خبرې اترې پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې وې.
میرکل د پنجشنبې په ورځ غونډې ته د رسیدو پر مهال وویل: «موږ اوس نه شو ویلای چې په دې اړه به یوه توافق ته ورسیږو. دریځونه لا هم یو ډول نه دي. یا به په پای کې موږ یو گډ دریځ ته سره ورسیږو او یا به له داسې یوه وضعیت سره مخامخ شو چې اکثریت به د کلنۍ بودجې د برخو په اړه موافقې ته ورسیږي. نن زه په دې اړه څه نه شم ویلای.»
دغه بودجه د بیلا بیلو پروژو په ترڅ کې مصرفیږي، چې په هغې کې زراعتي سبسایډيګانې، پرمختیایي مرستې، بنسټیز تأسیسات، څیړنې او دې ته ورته نورې پروژې شاملې دي چې موخه یې د اروپايي ټولنې له کمو پیسو لرونکو غړو سره مرسته کول دي. دغه پیسې یو هیواد، بل هیواد ته د نفوس او داخلي تولیداتو په پام کې لرلو سره ورکوي.
د بریتانیې لومړی وزیر دیوید کمرون، د بودجې په طرحه کې د ډیرې سپما غوښتونکی دی. هغه په دې اړه په بروکسل کې د خبرو اترو تر پیلیدو مخکې وویل: «کله چې په تیر نومبر کې موږ دلته وو، مطرح شوي اعداد ډیر لوړ ول. په کار ده چې دغه شمیرې راټيټې شي او که چیرې راټیټي نه شي نو په دې اړه به کوم جوړ جاړي ته و نه رسیږو.»
په عین وخت کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې هغه به د داسې کوم جوړ جاړي ملاتړ و نه کړي چې په کې زراعتي سبسایډي او اقتصاد تحرک شامل نه وي.