1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنیو چارو وزارت: ځیني ډلي سوله نه غواړي

۱۳۹۰ دی ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې ځیني داسي ډلي شته ، چې ښایي له دولت سره روغه جوړه و نه کړي. دا په داسي حال کې ده چې په قطر کې له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره هڅي ادامه لري.

https://p.dw.com/p/13k04
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زیانځور: DW

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي، د یکشنبې « د ۲۰۱۲م کال د جنوري ۱۵مه» په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته پرته له دې چې د کومي ډلي نوم واخلي ویلي دي چې له هغو ډلو سره چې د هیواد د خلکو دښمنان دي وسله واله مبارزه به ادامه ولري:

« په دې واقعیت پوهیږو چې یو شمیر داسي ډلي شته چې شاید و نه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره سوله وکړي او دوی تل د افغانستان د خلکو، د سولي، د پرمختګ او دموکراسي دښمنان دي. دا هغه خلک دي چې له هغوی سره باید وسله واله مبارزه وشي چې افغانستان په دې برخه کې هم بشپړه ژمنتیا لري.»

د ملا عمر په مشري د طالبانو ډله، د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي او د حقاني شبکه د افغان دولت درې وتلي مخالفي ډلي دي. خو په دې ټولو کې د حقاني شبکې ته دتر ټولو خطرناکي ډلي په سترگه کتل کیږي.

د افغانستان د امنیتي کړیو د څرګندونو پر اساس دغه ډله د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI او نورو تندلارو ډلو سره نزدې اړیکي لري.

په عین وخت کې موسی زي ویلي دي چې په افغانستان کې د ثبات په لور تر ټولو ډاډمنه لاره سوله ده. هغه ویلي دي چې د سولي پروسه لا هم په لومړني پړاو کې ده او لا تر اوسه د قطر دفتر هم نه دئ پرانیستل شوی:

« د افغانستان دولت د سولي پروسې پرمختګ ته ژمن دئ، خو نن ورځ موږ د سولي د پروسې په لومړي پړاو کې یو، په هغه پړاو کې چې ټول اړخونه په دې هڅو کې دي چې په خپل منځ کې د مستقیمو خبرو اترو له پاره د باور فضا رامنځ ته کړي.»

موسی زي زیاته کړې ده چې په اوسني وخت کې اړخونه د باور د فضا د رامنځ ته کولو په هڅو کې دي او دا د سولي د رامنځ ته کولو له پاره تر ټولو مهمه مرحله ده.

په داسي وخت کې چې په قطر کې د طالباتو د دفتر د پرانیستلو کوښښونه روان دي په عین وخت کې په افغانستان کښي له طالبانو سره د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه د مخالفتونو لړۍ هم پیلیږي.

ملې جبهې د احمدضیا مسعود په مشري، د ملې اسلامی جنبش مشر عبدالرشید دوستم او محقق ویلې دي: داسي سوله چې د افغانستان د خلکو نیمایي په کې ګډون ونه لري ،بې نتیجې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلې په دې وروستیو کې ویلي دي چې طالبان باید د کیبل د زمانې فکر له یاده وباسي.

نوموړې ویلي دي چې سوله هغه وخت ممکن ده چې طالبان د تیرو لسو کلونو ارزښتونه او لاسته راوړني او همدارنګه د افغانستان اساسي قانون ومني.

خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې دي چې د سولي د خبرواترو پیل به د جهاد د خاتمې په معنا نه وي او همدارنګه دوی د افغانستان اساسي قانون نه مني.

له بل پلوه د افغانستان دولت په دې کوښښ کې دئ چې د سولي د پروسي مشري پر غاړه ولري.

ښاغلې موسی زي په دې اړه وویل.« هغه څه چې موږ پرې له اولې ورځې ټینګار کړی دئ هغه دا دئ چې د سولي د پروسی مشري باید د فغانستان د دولت په لاس کې وي چي په دې ډاډه شو چې د سولي پروسه به د افغانستان د خلکو د ارمانونو مطابق وي.»

د افغانستان د سولي عالي شورا ویلي دي چې د سولي د خبرو اترو له پاره به د قطر هیواد ته یو پلاوی ولیږي خو تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي.

حسین سیرت/ کابل
کتونکی: سید ریاض