د بهرنیو او افغان ځواکونو په نښته کې دوه افغان پولیس ووژل شول
۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبهپه افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه د شپې له خوا پوځې عملیات د اورپکو پر ضد تر ټولو مؤثر عملیات ګڼل ګڼي. خو د افغان دولت او د لویدیځ تر منځ همدغه چاپې د ترینګلتیا یو لوې لامل ګڼل کیږي. افغان ولسمشر، حامد کرزي، په څو څو وارې د دغو عملیاتو د درولو غوښتنه کړې ده.
د غزني د پولیسو مشر، زورور زاهد، وایې چې دا پیښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د شپې په عملیاتو کې ښکیلو بهرنیو سرتیرو چې د پولیسو سره یې دغه عملیات نه وو همغږي کړي د پولیس د دریدو له غوښتنې څخه سرغړونه وکړه.
آیساف د دغې پیښې په اړه په خپله یوه خبر پاڼه کې ویلي چې بهرنیو ځواکونو څو ځلي د دې کوښ وکړ چې ځان د دوست ځواک په نوم وپیژني خو د ځان د دفاع لپاره په دې مجبوره شول چې د پوستې سره نښته پیل کړي. چې په ترڅ کې یې دوه تنه ووژل شول.
افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ دودیزي لوېې جرګې ته په خپله وینا کې د امریکا د متحده ایالاتو او د ناټو څخه وغوښتل چې د افغانانو په کورونو دې د شپې د چاپو درلو سره موافقه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت د امریکا د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په درشل کې ده.
د غزني په ولایت کې په وروستیو کې د تاوتریخوالې ځیني پیښې رامنځ ته شوي دي. په پام کې ده چې د غزني ولایت ځیني سیمې به د امنیت د انتقال د بهیر په دوهم پړاو کې د بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش