1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنيو د وتلو په اړه افغانان بېلابېل نظرونه لري

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پروسي تر پيل وروسته، يو شمېر افغانان دې ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چي ګواکي بهرني ځواکونه اصلاً د ځان سره نور پلانونه لري.

https://p.dw.com/p/11zCv
«ځيني افغانان بيا د امريکا متحده ايالاتو د جګړې اهدافو ته د شک په سترګه ګوري»
«ځيني افغانان بيا د امريکا متحده ايالاتو د جګړې اهدافو ته د شک په سترګه ګوري»انځور: AP

ځيني افغانان په دې باور دي چي د انتقال د بهير پروسه چي په ۲۰۱۴ م کال کي به ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووزي د سکې يو مخ بولي.

په مزارشريف کي ۳۶ کلن دوکاندار محمد علي وايي:« امريکايان به هيڅکله له افغانستان څخه ونه وزي. هغه به يو څو زره سرتيري وباسي تر څو خپل اوږد مهاله پلانونه په کار واچوي. او هغوی په افغانستان کي ډيره پانګونه کړې او په دومره آسانۍ به افغانستان پرې نه ږدي.»

ناټو ويلي چي تر ۲۰۱۵ م کال پوري د افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي او د ټول هيواد امنيتي مسؤليت به افغان ځواکونو ته وسپارل سي. دا پداسي حال کي ده، چي افغان ولسمشر حامد کرزي پر طالبانو ږغ کړی، چي د پخلايني د بهير سره يو ځای سي، ترڅو د خبرو اترو له لاري روان کړکيچ ته د پای ټکی کښيودل سي.

د يکشنبې په ورځ نيوزيلنډي ځواکونو هم په رسمي توګه د باميان په ولايت کي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارلې. د باميان ولايت په نسبي آرامو ولايتونو کي شميرل کيږي. د همدغسي مراسمو په ترڅ کي به نن د« سې شنبه» د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کي هم د امنيت چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

خو ځيني افغانان بيا د امريکا متحده ايالاتو د جګړې اهدافو ته د شک په سترګه ګوري، او په دې باور دي، چي په دغه کړکيچ کي خپله ددوی لاس دی، تر څو د افغانستان طبيعي زيرمي او معدنونه لوټ کړي.

د افغان او امريکايي چارواکو د اټکلونو له مخه، افغانستان د ۱ تريليون امريکايي ډالرو څخه په زياته اندازه طبيعي زيرمي لري، چي په دغه سيکتور کي چينايانو څه نا څه پانګونه کړې.

په مزار شريف کي د خوراکو توکو خرڅونکی يو دوکاندار محمد ظاهر بيا وايي: « په تيرو لسو کلونو کي امريکايانو خپل ټول مقصدونه تر لاسه کړل. هغوی ټولي طبيعي زيرمي د ځانه سره يوړلې او اوس هيڅ څه نه دي پاته نو ځکه هغوی هم د افغانستان څخه وزي.»

دې خبري ته په کتو سره که افغانان بهرني ځواکونه خوښوي او که نه، خو ځيني افغانان بيا وايي چي د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به يو ځل بيا د ۱۹۹۰ م لسيزي په څير د قدرت د لاسته راوړلو پر سر د جنګسالارانو تر منځ خونړۍ جګړې پيل سي، او افغانستان به يو ځل بيا په کورنۍ جګړه کي ښکيل سي.

خو د ځيني افغانانو په آند د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل په افغانستان کي د هغوی د ماتي په معني ده.

په کابل کي د انګليسي ژبي يو استاد جمال احمد وايي.« زه فکر کوم چي هغوی اوس تښتي. تر لس کلني جګړې وروسته، هغوی نسي کولای چي دغه هيواد خپل کړي. نو ځکه هغوی اوس وزي. د انتقال بهير، د پخلايني او د طالبانو سره خبري اتري دا ټولي هغه بهاني دي چي دوی غواړي د افغانستان څخه ووزي.

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل.