د بن ناکامه بمي برید کوونکي ته د عمر بند سزا ورکړل شوه
۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبهمارکو جي د قتل هڅې به جرم ګرم بلل شوی دی. هغه د آلمان په بن ښار کې د یوه بمي برید د هڅې په جرم اوس په عمر بند محکوم شوی دی. د دوسلدورف محکمې دغه کس ته په آلمان کې تر ټول ستره سزا اورولې ده. له دې سره نو هغه ۱۵ کاله وروسته له زندان څخه د آزادیدو چانس نه لري.
پیښه د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې رامنځ ته شوې وه. د بن ښار د اورګاډي په تمځای کې بم نه وو چاودیدلي خو څیړونکي وایي چې چاودنه یوازې د تخنیکي ستونزو له کبله نه وه شوې.
نورو درو کسانو ته د یوه ښې اړخه سیاستوال د وژلو طرحې جوړولو له کبله د نهه نیمو او ۱۲ کلونو تر منځ سزا اورول شوې ده. دغه کسان ۴۶ کلن اینا بي، ۲۸ کلن کوري جې او ۲۷ کلن تایفون اس، دی.
د دغه پلان هدف د «پرو ان ار وې» خوځښت پخوانی مشر مارکوس بیزیشت، وو چې د پیغام یې د اسلام ضد وو. دغه دواړه پیښې د افراطي اسلامپالني تر اغیزې لاندې د ترهګریزو پیښه په توګه آرزول شوي دي.
څارنوالانو وویل چې د ناکامه بمې برید تر هڅې لږ وروسته مارکو جې یو کورنۍ ترهګریز سازمان جوړ کړ چې د ازبکستان د اسلامي خوځښت د ثبت شويو موادو تر اغیزې لاندې وو. د ښي اړخه آلماني سیاستوال د وژلو پلان د ۲۰۱۳م کال په مارچ میاشت کي په لیور کوزن کې د عملي کیدو په موخه جوړ شوی وو خو تر پلي کیدو مخکې دغه کسان پولیسو ونیول، ځکه هغوی لا وختي د پولیسو تر څار لاندي ول.
د څلورو واړو کسانو مدافع وکیلانو په محکمې کې استدلال وکړ چې د هغوی د محکومولو له پاره کافي شواهد په لاس کې نه شته او له دې کبله باید هغوی آزاد شي.
دغه کسان څه نا څه څلور کله په بند کې ول او د محکمې بهیر یې ۱۵۵ ورځې دوام وکړ ځکه څارنوالانو دوې بیلابیلې پیښې څیړلې. د محکمې په جریان کې د ۱۵۷شاهدانو خبري اوریدل شوې دي.