د بن لادن کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي
۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سهشنبهاعلان
د القاعدې د ترهگرې شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو تقريبا يوکال وروسته اوس د ده کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي.
د بن لادن د کورنۍ مدافع وکیل د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د بن لادن درې ښځي، اته اولادونه او يو لمسی بايد سبا چارشنبه د پاکستان څخه ووزي.
دوی شايد سعودي عربستان ته واستول سي، کوم چي د بن لادن د دوو ماندينو هيواد دئ. د هغه ځای څخه بيا کيدلای سي د ده ځوانه ماندينه د خپلو کوچنيانو سره يو ځای خپل هيواد يمن ته ولاړه سي.