1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن وصيت: شتمني مي پر جهاد مصرف کړئ

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د بن لادن د وصيت له مخي کورنۍ ئې بايد د هغه ټوله شتمني چي ۲۹ ميليونه ډالره کيږي د جهاد پر لاره مصرف کړي. د دغه وصيت نامې سند رويترز او تلويزيوني شبکې ABC ته په اختيار کي ورکړل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1I5J1
انځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱) د بن لادن وصيت نامه د رسنيو په اختيار کي ورکړه سوه. په دغه سند کي چي کيدای سي په ۹۰مه لسيزه کي به ليکل سوی وي، بن لادن غوښتي دي چي په سوډان کي زېرمه، ژغورل سوي ۲۹ ميليونه ډالره شتمني روښانه کړي.

هغه په دغه وصيت نامه کي دغه راز د خپلي شتمني يوه برخه د خپل اعتبار وړ کسانو، لکه د يوه زوی مور ئې، ترور او تره ته پرې ايښې ده.

بن لادن د ۹۰مي لسيږي په لومړيو کي په سوډان کي چي هغه وخت د افراطيانو په لاس کي وو، د يوه رسمي مېلمه په توگه ژوند کاوه.

په ۱۹۹۶م کال کي د امريکا په فشار سره د خرطوم حکومت هغه له هيواده وشاړه او افغانستان ته ولاړ. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر ۱۱ تر يرغلونو وروسته بن لادن د نړۍ تر ټولو خطرناکه تروريست وگڼل سو او تعقيب پسې پيل سو.

بن لادن په ۲۰۱۱م کال کي د امريکا د ځانگړو ځواکونو له خوا د پاکستان په ابیت آباد سيمه کي په خپل کور کي ووژل سو او په اړه ئې ډېر اسناد تر لاسه سول چي کرار کرار روښانه کيږي.

په هغو اسنادو کي چي د هغه د اوسېدو له ځايه ترلاسه سوي دي، روښانه سوې ده چي د القاعدې شبکې غړي ورځ تر بلي د دوی په منځ کي د جاسوسانو له حضور او بې پيلوټه امريکايي الوتکو څخه وېره ډېره سوې ده.

د بېلگې په توگه بن لادن خپل يوه ملگري ته چي د پيسو په بدل کي ئې یو يرغمل کړی کس آزاد کړی دئ، لارښوونه کوي چي هغه بکس چي پيسې پکښې ورکړل سوي ژر له منځه يوسي.

اسامه بن لادن دغه راز خپلو تېرونو ملگرو ته ويلي ول چي له کوره يوازي په هغو ورځو کي ووځي چي وريځ وي، څو لږ وليدل سي.