1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن د وژنې وروسته چين د پاکستان څخه ملاتړ اعلان کړی دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

پاکستان هغه وخت د کورنيو او بهرنيو نيوکو او پوښتنو سره مخامخ سو کله چي د يکشنبې په ورځ د تره گرې ډلې القايدې مشر اُسامه بن لادن و اسلام آباد ته نژدې په امريکايي عملياتو کي ووژل سو.

https://p.dw.com/p/1189m
چين او پاکستان دوست هيوادونه دي
چين او پاکستان دوست هيوادونه ديانځور: AP

چين د پاکستان په وړاندي هغه تورونه او نيکوکي ناسمي بللي دي چي پکښي ويل کيږي چي پاکستان د تره گرۍ په وړاندي په صداقت سره مبارزه نه کوي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندي ويلي دي چي « د ترهگرۍ په وړاندي په نړۍ واله جگړه کي پاکستان په لومړي صف کي ولاړ دی.»

د سه شنبې په ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چي پاکستان د تره گرۍ په وړاندي جگړه کي ډېره همکاري کړې او د دغې جگړې په برياؤ کي يې لوی لاس درلودلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت هوډ څرگند کړی دی چي په آئنده کي به هم د پاکستان سره خپلې هغه همکارۍ ته دوام ورکړي چي د نړۍ والې تره گرۍ پر ضد په پاليسي جوړونه کي يې ورسره کوي.

د پاکستان په هکله د څرگندونو وړاندي د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندي د امريکايي ځانگړو پوځيانو لخوا د اوساما بن لادن وژنه د « تره گرۍ په وړاندي يوه لويه لاس ته راوړنه» بللې ول.

د امريکا ځانگړي پوځيانو د يکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه د پاکستان و پلازمېني ته نژدې په اېبټ آباد ښار کي اوساما بن لادن په پوځي بريد کي ووژلی. دا پداسي حال کي چي پاکستان په خپل هيواد کي دننه د هغه شتون همېشه رد کړی ؤ.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي تر څنگ د هند مشرتابه هم د دغي پيښي وروسته خپل زوړ دريځ تکرار کړی چي په پاکستان کي د تره گرو ځالې موجوده دي.

چين د خپلو بهرنيو چارو د وزارت په دغه اعلاميه سره د پاکستان ملا تړلې ده چي په نړۍ واله توگه اوس ورباندي د شک په سترگو کتل کيږي.

چين او پاکستان د دُښمن هيواد هند په وړاندي نه يوازي دا چي يو مټي دي بلکه چين د پاکستان سره يو شمېر گډي پوځي پروژې هم پر مخ بيا يي. دوست هيوادونه پاکستان او چين په سيمه کي د امريکا د مخ په زياتېدونکي اثر څخه خوښ ندي او د دغه مخه نيول غواړي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: عبدالباري حکيم