د بن دویم کنفرانس ته تیاري نیول کیږي
۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعهد بشري حقونو یو شمیر فعالانو د پنجشنبي په ورځ په کابل کې د بن دویم کنفرانس ته د وړاندیزونو د راتلولو په موخه غونډه وکړه. دغو فعالانو غوښتنه وکړه چې د بن په دویم کنفرانس کې باید په افغانستان کې د قانون څخه سر غړوني ته د پای ټکی کیښودل شي.
د مدني ټولنې د بنسټونو یوه کاري کمېټه له تیرو څو میاشتو راهېسې د بن د دویم کنفرانس له پاره د وړاندیزونو په راتلولو بوخته ده.
د یادې کمېټې غړی نجیبه ایوبي وايي چې په دغې کمیټې کې ۱۵۰ کسان ګډون لري. ایوبي زیاتوي چې له دغې کمیټې څخه به ۳۴ کسان د بن په دویم کنفرانس کې ګډون وکړي.
کاري کمیټې د پنجشنبې په ورځ د بن دویم کنفرانس ته په درې برخو کې خپل وړاندیزونه ورکړل چې د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد پروسه، د نړېوالې ټولنې اوږد مهاله مرستې او د سولې له پاره سیاسي لارې چارې په کې شاملې دي.
د بشري حقونو د فعالانو په غونډه کې همدا راز پریکړه وشوه چې په افغانستان کې باید قانون ماتونې ته د پای تکی کیښودل شي.
د مدنې ټولنې د کاري کمېټې بل غړي، اجمل بلوچ زاده غوښتنه وکړه چې بشري حقونه، د ښځو حقونه او د بیان آزادۍ باید هیڅ وخت هم د سیاسي معاملو ښکار نه شي:
«د سولې او ملي پخلاینې بهیر باید د جګړې د قربانیانو د غوښتنو او انتقالي عدالت په پام کې نیولو سره په رڼه توګه پر مخ ولاړ شي او مخالفینو ته په یو اړخېزه توګه له امتیاز ورکولو څخه باید ډډه وشي.»
د بشري حقونو فعالانو همداراز د حکومت څخه وغوښتل چې د اداري فساد په وړاندې کوټلې ګامونه اوچت کړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د بن دویم نړیوال کنفرانس به د روان میلادي کال په پای کې په آلمان کې جوړ شي. په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړي.
دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش