د بنکاک د بمي برید شکمن «پيژندل» شوی
۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سهشنبهد تایلنډ د پوځي نظام مشر پرایوت چان اوچا، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د هغه شکمن کس په لټه کې دي چې ښایي «د تایلنډ په شمال ختیځ کې میشتي حکومت ضد یوې ډلې» غړی وي.
پرایوټ خبریالانو ته د څرگندونو پر مهال وویل: «یو شکمن کس شته چې د سي سي ټي وي، په انځورنو کې لیدل شوی، خو لا روښانه نه ده. موږ د دغه کس په لټه کې یو.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دا پر تایلنډ باندې «تر ټولو یو ناوړه برید وو.»
د تایلنډ شمال ختیځه سیمه په اصطلاح «د سور کمیسو» یا رېډ ټي شرټ غورځنگ پوخ سنگر گڼل کیږي چې د پوځي نظام مخالف دي او اوس هم پخوانۍ صدراعظمه ینگلک شیناواترا ته وفاداره دي. هغه د یوې کودتا په ترڅ کې تیر کال له واکه لیري کړل شوه.
د تایلنډ د پوځ مشر اودومیدیج سیتابتر، ویلي دي چې شکمن نارینه کس د فلم اخیستونکي کمرې په انځورونو کې لیدل شوی چې د چاودنې تر مخه یې یو مشکوک بکس لاره.
د هندوانو یوه عبادت ځای ته څیرمه د دوشنبې د ورځې دغې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل چې پنځه تنه ئې بهرني وگړي دي. پر دې سربیره ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په تایلنډ کې ناکرارۍ
په بنکاک له ۲۰۰۶م کال راهیسي مکرري سیاسي ناکرارۍ رواني دي، خو د دوشنبې د ورځې چاودنه کمسارې پیښه وه چې د چین، هانگ کانگ، سنگاپور او مالیزیا وگړو پکښې ووژل شول.
پر دې سربیره تایلنډ له یوې لسیزي راهیسې په سویلي ولایتونو کې چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، له یاغیانو سره په جگړه کې دی. په دغه ترڅ کې تر اوسه تر۶۴۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي چې ډېر یې ملکي وگړي دي، خو مسلمان یاغیانو هیڅکله تر سویلي سیمو دباندي برید نه دی تر سره کړی.
خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د پرایوت څرگندونې ښيي چې چارواکو خپله توجه یوې ډلي ته چې د ینگلک شیناواترا د ورور تکسین شیناواترا په شمول یوې کورنۍ ته وفاداره ده، متمرکزه کړې ده. تکسین شیناواترا دا مهال په تبعید کې ژوند کوي.