1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنديزونو تر لېري کېدو وروسته د ایراني سرمايو آزادي

۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

پر ایران د بندیزونو تر لېري کیدو وروسته دغه هيواد ۳۲ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي. دغه پیسې پر ایران د اتومي پروګرام له کبله بنديزونو په لګولو سره کنګل شوې وي.

https://p.dw.com/p/1Hfso
انځور: MEHR

د ایران د مرکزي بانک مشر، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۹مه) وویل چې تهران د خپلو هغو شتمنیو یوه برخه چې پخوا د اقتصادي بندیزونو له کبله کنګل شوي وې، په موفقانه توګه ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې دا کار، ځکه شوی دی چې د بنديزونو له منځه تلل ثابت شي.

پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه تیره اوونۍ له منځه ولاړل. تهران تر دې مخکې د خپل اتومي پروګرام له کبله د لوېدیځو هیوادو له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ وو، خو دغه بندیزونه بیا د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو تر منځ د یوه تاریخي تړون په پایله کې له منځه ولاړل.

پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو په لیرې کیدو سره، په نړۍ کي د نفتو بيي نوري هم کښته شوې او اوس د یوې ډبې نفتو بیه تر ۳۰ ډالرو راکښته شوې ده. خو له بلې خوا بیا د بنديزونو لیرې کیدو د ایران اقتصاد ته نوی ژوند ورکړی دی.

د ایران دولتي تلویزیون د دغه هیواد د مرکزي بانک مشر ولي الله سیف، په حواله ویلي دي چې ایران خپلې یو شمیر پخواني کنګل شوې سرمایې د جاپان او سویلي کوریا له بانکونو څخه د آلمان او عربو متحدو اماراتو بانکونو ته لیږدولي دي.

سیف ویلي دي: «دغه پیسې کیدای شي د توکو پر وارداتو باندي ولګول شي ځکه هیواد ته د دومره ډیرو پیسو راوړل منطقي نه دي.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د سه شنبې په ورځ وویل، اوس چې اقتصادي بندیزونه ليري شوي دي، تهران باید د بهرنیو پانګونو د جلبولو له پاره خپلي هڅې لا پسې ډیري کړي. د آلمان په شمول ډیر هیوادونه د ایران په مارکېټونو کې له پانګووني سره لیوالتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ایران غواړي د چین په مرسته د اتومي انرژۍ دوه نوې مرکزونه جوړ کړي. د ایران د اتومي انرژۍ ادارې مشر د دغه هیواد دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې په دې اړه تړون به په راتلونکې اوونۍ کې تهران ته د چینایي ولسمشر د سفر پر مهال وتړل شي.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې ده چې پر چین سربیره، جاپان، سویلي کوریا او یو شمیر اروپايي هیوادونه لیوالتیا لري چې له ایران سره د اتومي انرژي په برخه کې مرسته او ګډ کار وکړي.