1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنديانو په شکنجه کي د ډاکټرانو «همکاري»

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

پینټاگون او سي آی اې د شکمنو ترهگرو په شکنجه کولو او له هغوی سره د ناوړه چلند په ډیرو پیښو کې له ډاکټرانو او نرسانو څخه په گټه اخیستلو تورن شوي دي. دغه تور د ۲۰ تنو طبي او حقوقي کارپوهانو په یوه څېړنه کې لگول شوی دی.

https://p.dw.com/p/1ABM6
انځور: AP

دغه رپوټ «د روغتیا او پرانیستې ټولني انستیتوت» له لوري د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د نومبر۴) خپور شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې د پوځي او استخباراتي ادارو د فشار له امله روغتیا پالو د بندیانو پر وړاندي «شکنجه، ظالمانه، غیر انساني او ناوړه چلند» په برخه کې «همکاري» کړي ده.

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې سي آی اې او پینټاگون د کارپوهانو دغه رپوټ بې له دې چي د هغوی موندي په بشپړه توګه رد کړي «غیر دقیق» او نا سم بللی دی.

د روغتیا او پرانیستې ټولني انستیتوت د یوې پروژې له پاره د روغتیا، اخلاقو، حقوقو او پوځي چارو کارپوهانو د دوو کلونو په موده کې دغه موضوع څېړلې ده. دغه کارپوهان یو لړ سختو موندنو ته رسیدلي دي او هغه دا چې په گوانتانامو، افغانستان او د سي آی اې په نورو پټو زندانونو کې ډاکټرانو او نرسانو په داسې میتودونو کي «همکاري» کړې ده چې د بنديانو له پاره «د سخت درد وړ گرځیدلي دي.»

په نیویارک کې د کولمبیا له پوهنتون څخه د دغه رپوټ مرستیال لیکوال ویلي دي: «دا خبره څرگنده ده چې پوځ د ملي امنیت په نامه مسلکي سوگند اخلي. ډاکټران په پوځي اجنټانو اوړي او په دې شان سره یې د طبي اخلاقو پر ضد عمل کړی وي.»

د جونز هوپکېنز، له پوهنتون څخه د طبي چارو حقوق پوه لیونارد روبېن سټېن، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې ډاکټرانو او روغتیا پالو په خپل حضور کې د «واټر بورډینگ» یا په مصنوعي توگه په اوبو کې غوټه ورکول او د گوانتانامو په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کوونکو ته په زوره خواړه ورکول «مشروعي» بللي چې دغه عمل د روغتیا پال په توگه د قبلولو وړ نه دی.

په دغه رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا له استخباراتي جرگه گۍ څخه هم غوښتنه شوې ده چې په زندانونو کې د طبي چال چلند په اړه بشپړه څېړنه وکړي. د دغه رپوټ لیکوالانو پېنټاگون او سي آی اې ته درخواست کړی دی چې طبي پرسونل دې ته اړ نه باسي چې خپل اخلاقي اصول تر پښو لاندې کړي.

په ۲۰۰۹م کال کې هم د بشري حقونو د ډاکټرانو یوه گروپ دغسې تورونه لګولي ول. د دې له مخې ډاکټران مجبوره کړای شوي ول چې د سي آی اې د پوښتنو گرویږنو تخنیک په دې مقصد تر پلټنې لاندې ونیسي چې هغه مؤثر وگرځي.

د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې د ارتباطاتو مشر ډین بوائیډ، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې بارک اوباما د سي آی اې، د پوښتنو او بندي کولو چلند په ۲۰۰۹م کال کې ختم کړی دی. اوباما هغه وخت د شکمنو ترهگرو د پوښتنو گرویږنو او له یوه ځای څخه بل ځای ته د هغوی د انتقال په اړه د یوه رپوټ د چمتو کولو امر وکړ. خو د دغه رپوټ پایلې لا تر اوسه په ډاگه شوي نه دي.

د پینټاگون ویاند تود براسیل، ویلي دي چې د نوې څیړنې لیکوالانو نه د گوانتانامو زندان بندیانو ته او نه هم د هغوی طبي دوسیو ته لاس رسی لرلی دی. ویاند د طبي پرسونل «ستر مسلکي توب» ستایلی دي. د هغه په وینا ډاکټرانو او روغتیا پالو بندیان له ښه روغتیایي خدماتو څخه برخمن کړي دي، هغه خدمات چې بندیانو په خپلو هیوادونو کې نه ول لیدلي.