د بمبيي دتيري ورځي په حملو کي ډير انسانان مړه او ټپيان سوي دي
۱۳۸۷ آذر ۷, پنجشنبهپه دغو بريدونو کي لږ تر لږه 100 کسه وژل سوي ،او314 تنه ټپيان سوي دي .
د هندي ټلويزيون CNN-IBN نطاق دپاره،پدې جمله سره چه ترهګرانو بمبيي ونيوۍ ، حالت په همهغه ډول د منلو وړ نه ؤ، لکه ددغه چينل د نورو خبريالانو دپاره چه د شپې تر ناوخته پوري په حرکت کي وه ، او رپوټونه يې جوړول .
يوه خبريال وويل :«هغه څه چه موږ دلته وينو ، امکان لري چه هيڅ وخت نه وي پيښ سوي . نه يوازي په بمبيي بلکه په ټول هندوستان او شايد هم ټوله نړۍ کي .»
د ښار په مختلفو ځايو کي په عين زمان کي فيرونه ، بمونه او چاودني رامنځته سوې . ويل کيږي چه په لس هاوو خلګ مړه سوي دي . ددې ډير شواهد موجود دي چه هغه به يوه منظمه پلان سوې ترهګري حمله وه .»
د مهاراشترا دايالت صدراعظم چه بمبيي هم په هغه کي شامل دی ، غوښتل چه وضع لږ تر لږه د اوس دپاره آرامه وښيي .
معلوميږي چه د تاج ،اوبيروی او ماريتو لوکس هوټلونه ترهګرانو ته معلوم وه ، او هغه يې قصداً تر حملې لاندي نيولي وي . خو د شپې تر ډيره ناوخته پوري وضع تر کنتول لاندي نه وه ، د شپې تر ناوخته پوري د بمبيي په مختلفو ځايو کښي فيرونه اوريدل کيدل او خلګ ليدل کيده ، چه پروت يې کاوه .
يوه عيني شاهد وويل چه په تاج هوټل کښي ترهګرانو خلګ د يرغمل په حيث نيولي وه ، او په انګليسانو او امريکايانو پسي ګرزيدل . عيني شاهدانو د ښار د نورو ځايو څخه هم د سختو نښتو خبر ورکړی دی .
ددې څخه خبري کيږي چه پدغه شپه په بمبيي کښي ډير پوليس وژل سوي دي .د هغو په جمله کي د مهرا شترا د ايالت د ترهګري عملياتو ضد ځواکونو مشر هم .
ددې خبري په جواب کي چه څوک د ترهګري عملياتو تر شا ولاړ دي ، پرون د شپې ناوخته په بمبيي کي د DW خبريال فلوريان ميسمن وويل .«چه دا لا اوس وختي دی چه د هغه په باب څه وويل سي ، ځکه چه د هندوستان په ډیرو ایالتوکي انتخابات دي ، اوطبعاً به سياسي ګوندونه کوښښ وکي ،چه ددغی موضوع څخه سياسي ګټي تر لاس کي . »
په دې ترځ کښي ددغو بريدونو مسؤليت د دکن د مجاهدينوپه نامه يوه تراوسه ناپيژندل سوي اسلامي ګروپ پر غاړه اخيستی دی . همدا په تير اکتوبر کي د آسام په ايالت کي تر 70 تنو او په سپټامبر کښي په نوي ډيلي کي 24 کسه ووژل سول .