د بلگراد په کوڅو کي د مهاجرو ژوند په انځورونو کي
د سربستان په پلازمېنه بلگراد کي په سونو مهاجر شپې په تم ځايونو او داسي زړو ودانيو کي تيروي چي کړکۍ هم نه لري. د دوی ډيری افغانان دي. دغه مهاجر ولي کمپونو ته نه ځي؟ په اړه ئې انځوريز راپور.
د نامعلوم راتلونکي پر لور
په دې خرابه ودانۍ کې زیاتره مهاجر افغانان او پاکستانيان دي. ۱۷ کلن محمد درویش چې له افغانستان څخه مهاجرت ته اړ شوی، له سړې هوا شکایت کوي او غواړي چې په اروپا کې کار او ښه ژوند پیل کړي.
د ځان ګرمولو له پاره د سون توکي
په دې زړه ودانۍ کې مهاجرین د ځان ګرم ساتلو له پاره هر څه چې ومومي سوځوي. د ملګرو ملتونو د ادارې شمیرې ښيي چې د ژمي په دې ساړه موسم کې کابو ۶۰۰۰ مهاجرین په سربستان کې بند پاتې دي.
د ویديدو له پاره نامناسب ځای
په دې ودانۍ کې چې دیوالونه یې د اور په دود باندې تور شوي زیاتره مهاجرین غواړي نورو اروپايي هیوداونو ته تير شي. سربستان چې اروپا ته د تګ اصلي لار ګڼل کیږي، پکښې ډېر مهاجر د بې سرنوشتې شپې او ورځې سبا کوي.
د خوارکي توکو نه شتون او پخلی
زیاتره مهاجرین شکایت کوي چې د څښاک اوبه او مناسب خواړه ورته نه رسیږي. په دې انځور کې یوه ډله مهاجر لیدل کیږي چې پخلی کوي او د اور په لمبو ځانونه ګرموي.
ډېري ستونزي
په دې ځای کې زیاتره مهاجر غواړي نورو اروپايي هیوداونو ته ولاړ شي. له دوی څخه ځینو یې کرواشیا او هنګري ته چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دي، د تګ هڅه هم کړې چې وروسته د پوله ساتو ځواکونو له خوا تر نیولو او ډبولو وروسته بیرته سربستان ته لیږل شوي دي.
د ژوند نا مناسب شرایط
په سربستان کې ځینې مهاجر وايي چې اروپايي ټولنې له مهاجرو سره بد چلند پیل کړ دی او دوی اړ دي چې له میاشتو راهیسې په داسې ځای کې ژوند وکړي چې د اوسیدو وړ نه دي. د دوی په وینا، بد بوی، سړې هوا، د خوراکي توکو نه شتون دوی ډیر اندیښمن کړي دي.
هیواد پریښودل او د مهاجرت ژوند
په دې ودانۍ کې میشت افغان او پاکستاني مهاجر وايي چې په خپلو هیوادونو کې ستونزو او ناخوالو دې ته اړ کړي چې په دې شان ځای کې ژوند وکړي. دوی وايي بې له دلیل څخه څوک خپل هیواد نه پریږدي.
سړه هوا و ژمی
په سربستان کې په ژمي کې هوا ډیره سړیږي چې د شپې مهال د تودوخي درجه له منفي ۵ څخه نیولې تر منفي لسو پورې رسیږي. د ځان ګرمولو له پاره دغه مهاجرین اړ دي چې هر څه په لاس ورشي اور ورته واچوي او ځانونه ګرم کړي.
د مهاجرینو کمپونه
د اروپايي ټولنې د هیوادونو له لوري د سرحدونو تر بندولو وروسته په سربستان کې د مهاجرو ګڼه ګوڼه ډیره شوې ده. دغه مهاجرین وايي چې دوی نه غواړي د مهاجرینو کمپونو ته ولاړ شي، ځکه هلته د اوسیدو ځای نه شته.
سړه هوا او پرځمکه خوب
د دې مهاجرو له ډلې څخه بختور یې د ویدېدو له پاره پر سیمټو باندي فرش لري. ځینې یې د کارتنو په ټوټو د ژمي او مسافرۍ سړې شپې او ورځې سبا کوي.
د اوسیدو نا مناسب ځای
دې ویجاړي ودانۍ ته چې څوک په لومړي وار داخل شي، ککړه هوا او دود د انسان سترګي او ستونۍ سوځوي. دوی د ودانۍ په داخل کې د ځان تودولو له پاره اورونه بلوي.
د درياب پر غاړه ویجاړه ودانۍ
دغه ودانۍ د سربستان د ساوا درياب پر غاړه د اورګاډې د تم ځای او د عصري اپارتمانونو د جوړیدونکي ودانيو په منځ کې موقعیت لري. له دې مهاجرو څخه ځینې یې د نوي عیسوي کال په تمه دي او وايي کیدای شي چې د کریسمس په رارسیدو به د پولو په اوږدو کې نرمښت راشي او دوی به وکولای شي له پولې تیر شي او ځانونه نورو اروپايي هيوادونو ته ورسوي.