د بلعید د جنازې په مراسمو کې د زرهاو تنو ګډون
۱۳۹۱ بهمن ۲۰, جمعه
په تونس کې د اپوزیسیون د یوه وژل شوي مشر شکري بلعید، د جنازې په مراسمو کې د گډون له پاره په زرگونو کسان راټول شوي. د تونس پلازمینه د بلعید د ترور وروسته په یوه ناکراره ښار بدل شوی دی.
د تونس په پلازمینه کې د جمعې په ورځ د کلتوري مرکز مخې ته شاوخوا ۳۰۰۰ تنه راټول شوي ول چیرې د ښخولو تر مراسمو مخکې د بلعید جسد وړل شوی وو.
یو شمیر کسانو چې د بلعید انځورونه یې له ځانه سره لیږدول، شعارونه ورکول «بلعید خدای دې پر تا ورحمیږي، موږ به خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړو» یو شمیر کسانو د اسلامپاله واکمن گوند النهضه د مشر رشید غونشي، پر ضد شعارونه ورکول. پر غونشي د بلعید په ترور کې د لاس لرلو تورونه لگول کیږي.
پوځ د حبیب بورقیبه په عمومې جاده کې زرې موټرې او سرتیري ځای پر ځای کړي دي. له دغه ځایه دوه کاله مخکې انقلاب پیل شوی وو او په پایله کې یې د ولسمشر زین العابدین بن علي حکومت رانسکور شوی وو.
عمومي اعتصاب
د تونس د کارگرو عمومي اتحاد (UGTT) او د اپوزیسیون څلورو گوندونو د بلعید د جنازې د مراسمو پر وخت د اعتصاب له پاره غږ کړی دی. خو دا لا تر اوسه څرگنده نه ده چې څومره کسان به په اعتصاب لاس پورې کړي. د کارگرو عمومي اتحادیه شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ غړي لري.
هغه سړکونه چې ورباندې ډیری دوکانونه او فابریکې پرتې دي، د دغه اعتصاب په غبرگون کې تړل شوي دي. پر دې سربیره د تونس نړیوال هوایي ډگر تړل شوی او د هوایي ډگر چارواکو ویلي دي چې پلازمینې ته راتلونکي او تلونکې ټول پروازونه لغوه شوي دي.
د بلعید د وژنې له امله غوسه
بلعید چې د کیڼ اړخو د مشهور ائتلافي جبهې همغږي کوونکی وو، د نامعلومه وسلوالو له لوري د خپل کور په مخه کې وژل شوی دی. هغه په نزدې وختونو کې د حکومت له سختو منتقیدینو څخه شمیرل کیده.
د بلعید کورنۍ په النهضه باندې د هغه د وژنې تور پورې کوي خو دغه گوند بیا د هغه په وژنه کې لاس لرل ردوي. په تیرو دوو ورځو کې یو شمیر اعتراض کوونکو د تونس په پلازمینه او یو شمیر نورو ښارونو کې د النهضه گوند پر دفترونو باندې بریدونه کړي دي. د چهارشنبې په ورځ په لاریونونو کې یو تن پولیس هم وژل شوی وو.