1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بلخ پر ۲۰۹ شاهین قول اردو وسلوال برید

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

په بلخ ولایت کې د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې وسلوال برید شوی دی. ویل شوي چې برید کوونکي په درو رنجر ډوله موټرو کې دې ځای ته ننوتي او په سیمه کې پر شته کسانو باندې یې ډزې پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2bg5J
Afghanistan Luftwaffenstützpunkt Bagram nahe der Hauptstadt Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه چارواکي له دویچه ویله سره په خبرو کې دغه پیښه تایید کړه. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیر د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.

یوې بلې سرچینې له قول اردو څخه چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي د وژل شویو کسانو شمیر اته تنه وښود خو ویې ویل چې په برید کې په لسهاو تنه ټپیان شوي دي..

سرچینې زیاته کړې ده چې برید کوونکو داسې ښوولې وه چې د ملي اردو غړي دي او له عملیاتو ستانه شوي. د برید کوونکو شمیر هم تر لسو زیات ښوول شو دی.

وسلوالو قول اردو ته تر داخلیدو وروسته په مسجد کې پر سرتیرو باندې ډزې کړې دي.