1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولایت د استیناف محکمې له پاره نوې ودانۍ جوړه شوه

عبدالحمید صافی/ مزار شریف۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

د بلخ ولایت د استېناف محکمې له پاره یوه نوې ودانۍ جوړه شوه. پر دغه ودانۍ ۲۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی چې د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/19803
انځور: DW

دغه نوې ودانۍ د استېناف محکمې د پخواني تعمیر ترڅنګ په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده. دغه ودانۍ ۱۲ خونې او نور اړوند ملحقات لري.

د بلخ ولایت د استېناف محکمې مرستیال مولوې محمد عثمان مولوې زاده، دویچه ویله ته وویل چې د دغې ادارې کارکوونکي د ځای د محدویت له کبله له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ول، خو د نوموړې ودانۍ په جوړیدو سره یې دغه ستونزه تر ډیره حده اواره شوې ده:

«د بلخ ولایت د استېناف محکمې پخوانۍ ودانۍ چې په تیرو وختونو کې په غیر معیاري توګه جوړه شوې ویجاړه شوې ده. زموږ له پاره مناسب ځای نه وو، خو له نیکه مرغه د نوې ودانۍ په جوړیدو سره زموږ دغه ستونزه ۸۰ سلنه اواره شوه.»

ښاغلی مولوي زاده زیاته کړه چې د دغې ادارې له پاره فرنیچر «میز او چوکۍ» برابرول هم د دغې پروژې یوه برخه ده. له بلې خوا د بلخ ولایت د استېناف محکمې د عامه امنیت سرپرست مشر امین الله کلیوال، د چارو په ښه توګه د تر سره کولو له پاره عصري او معیاري ودانۍ اړینې بولي.

ښاغلې کلیوال وویل چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دعدلي او قضایي ادارو له پاره د ودانیو د جوړیدو په برخه کې هم ژمنې شوې دي او د قاضیانو د امنیت ساتلو له پاره هم ځینې پلانونه ترلاس لاندې دي.

په دې ورستیو کلونو کې د بلخ ولایت په مرکز کې د دولتي ادارو له پاره اتیا سلنه نوې ودانۍ جوړې شوي دي، خو په ولسوالیو کې بیا دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.