د بلخ د طب پوهنځي محصلین مناسب ځای نه لري
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه
د دغه پوهنځي چارواکي هم دغه ستونزه پرځای بولي او وایي چې دغه مسئله دومره جدي ده چې ان د درسونو پر کیفیت باندې ناوړه اغیزه اچوي.
د بلخ ولایت د طب پوهنځی په افغانستان کې دویم لوی مرکز دئ چې د افغانستان له پاره ډاکټران روزي. افغانستان د ښوونځیو ډیر شمیر فارغان غواړي چې په دغه پوهنتون کې زده کړې وکړي. خو په دغه پوهنځي کې د محصلینو پر وړاندې لویه ننګونه دځای نه شتون دئ.
په دغه پوهنځي کې په داسې خونو کې چې په اصل کې د ۴۰ تنو محصلینو له پاره جوړې شوې وي ۲۰۱۷ تنه محصلین زده کړې کوي. د پوهنځي په ځینې درسي ځونو کې خو ان یو شمیر محصلین په پښو ولاړ وي او خپلې زده کړې پر مخ بیایي.
د بلخ د طب پوهنځي یو محصل خپلې ستونزې داسې بیانوي: «څوکۍ نه لرو. منظم درسي خونې نه لرو. لابراتوارونه مو ستندرد نه دي. دغه ستونزې له پخوا موجودې دي خو څوک ئې د له منځه وړلو له پاره کوم اقدام نه کوي.»
جمیله د دغه پوهنځې د دریم کال یوه محصله ده. هغه وايي: «شمیر مو ډیر دئ. موږ نه شو کولای لکه څنګه چې لازمه ده په لوړو میتود زده کړې وکړو. هیله لرو چې دغه ستونزه مو هواره شي.»
د بلخ د طب پوهنځي رئیس فضل احمد باور، هم وايي چې دا ستونزه دومره جدي ده چې د زده کړو پر کیفیت ئې ناوړه اغیزه کړې ده: «موږ په دې تشویش کې یو چې د دوی د ځای ستونزه څرنگه حل کړو. موږ دغه موضوع له پوهنتون او د پوهنتون له طریقه له وزارت سره شریکه کړې ده خو تر اوسه پورې کومه امیدواري نه شته.»
په داسی حال کې چې د بلخ د طب پوهنخي له تأسیس څخه دوه لسیزې تیریږي تر اوسه ورته کومه معیاري ودانۍ نه ده جوړه شوې. اوس د بلخ د طب پوهنځي محصلین د یوه ښوونځي په ودانۍ کې فعالیت لري.
دا چې کله به د بلخ طب پوهنځی د یوې ښې وداندۍ خاوند شي، دا هغه پوښتنه ده چېر چی ان د دې پوهنځي له چارواکو سره ئې هم ځواب نه شته. خو دغه چارواکي له دولت او خصوصی سکتور څخه غواړي چې د دغې ستونزې په حل کې له دوی سره مرسته وکړي.
عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش