د بلخ ادبي خوځښت د پراختيا په حال کي دی
۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبهددغه خوځښت يو غړی او ځوانان ليکوال بريالي جلال زی وايي، خوځښت په لومړيو کلونوکي يوازي د لسو يا دولسو ځوانانو په نوښت جوړسوی و، خو اوس دغه بهير پراخ سوی او درې څانگي لري.
« يوه څانگه يې په مزاشريف کي ، دوهمه يې بلخ ولسوالۍ کي او دريمه يې په چمتال ولسوالۍ کي.
د ځوانانو ليوالتيا ورځ په ورځ له دغه بهير سره د ډيريدو په حال کي ده.»ددغه بهير د ځوانانو تر منځ، د درې غوره شعرونو مياشتنۍ مشاعره جوړيږي او په اونۍ کي يو ځل يعني د جمعي په ورځ ځوانان د مزارشريف په ښارکي سره راټول اوددغي مشاعرې د مياشتنۍ سيالۍ لپاره پر خپلو ليکونو ، نثرونو او شعرونو کتنه او د نظر راکړه ورکړه کوي.
د بلخ ولسوالۍ د ولسوال په خبره ددې خوځښت فعاليتونو دې ته هڅولی چي شاعري وکړي.
« په دې وروستيو کي بيلابيلو مشاعرو او ادبي غونډو دې ته هڅولی يم چي شاعرۍ ته مخه کړم »
د بلخ ولايت شاعران او ليکوال وايي چي هلته د يو لړ داسي ستونزو سره مخامخ دي چي د حلېدو دي خو څوک نسته چي ددوی ږغ واوري.
د بلخ د ادبي خوځښت غړی بريالي جلال زي وويل:« يوه ستونزه خو داده چي په بلخ ولايت کي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست زموږ د ادبي خوځښت سره چندان ليوالتيار نه لري ، بل مشکل هم زموږ اقتصادي دی.
موږ داسي کومه مالي سرچينه نه لرو چي خپلي شعري ټولګي او اثار چاپ کړو. د ځاي ستونزه هم لرو داسي کوم تالار زموږ په واک کي نسته چي خپلي غوندي پکښي وکړو.»
خو د شاعرانو په خبره د ټولو ستونزو سره سره بيا هم خوښ دي چي د پښتو ژبې د پاره يو حرکت سته او دوی کولای سي خپلي مورنۍ ژبي ته کار وکړي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل