د بغلان په پېښه کي 59 ماشومان او 5 معلمين وژل سوي.
۱۳۸۶ آبان ۱۸, جمعهاعلان
دغه څرگندوني د نوموړي وزارت وياند ظهور افغان د اي اف پي خبري اژانس ته کړي دي. په دې تر ټولو خونړي بريد کي د ولس د شپږ تنو وکيلانو په شمول ټول ټال پنځه اويا انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د افغانستان د ښووني او روزني وزير ښاغلي حنيف اتمر ويلي دي چي ماشومان دي نور په سياسي محافلو کي د مېلمنو د هر کلي په موخه راونه غوښتل سي.
د يادوني وړده چي ددې پېښي ډيری قربانيان چي د ښوونځيو زده کونکي وه په گوليو ويشتل سوي وه.
د يادوني وړده چي ددې پېښي ډيری قربانيان چي د ښوونځيو زده کونکي وه په گوليو ويشتل سوي وه.