1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بغداد چاودنې د قربانیانو شمیر تر ۲۰۰ اوښتی

۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

په بغداد کې د یکشنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو شمیر لا پسې لوړ شوی دی. په بغداد کې د ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش وروستۍ برید د سږ کال تر ټولو خونړی برید وو. عراق درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JIjR
Irak Bagdad Anschlag Karrada Einkaufszentrum
انځور: Getty Images/AFP/S. Arar

د یکشنبې په ورځ د بغداد په یوه مشهور بازار کې د برید د قربانیانو شمیر اوس لږ تر لږه ۲۱۳ تنو ته لوړ شو. د عراق د روغتیا وزارت په وینا پر دې سربیره نور ۳۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی. تندلارې ډلې داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د بغداد په «الکرادة» نومې ناحیه کې د یکشنبې په سهار د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر وچاودید. دا چې د روژې میاشت په ختمیدو ده او اختر رانزدی دی، نو ډیری عراقیان د اختر د سودا له پاره له کورونو وتلي وو. د چاودنې له کبله ډیر شمیر ودانیو ته زیان اوښتی، ځینې یې نړیدلي دي او ځیني نور بیا سوځیدلي دي چې یوه پکښې بشپړ مارکیټ هم شامل دی. د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی، ځکه چې د ژغورنې عمله تر خرابیو لاندې د خلکو لټون کوي.

Irak Bagdad Anschlag Karrada Einkaufszentrum
د برید پړه د اسلامي دولت ډلې پر غاړه اخیستې ده.انځور: Getty Images/AFP/S. Arar

د شیعه مسلمانانو پر ضد د داعش بمي برید

داعش ویلي دي چې دغه برید یې د شیعه ولس اړونده کسانو پر ضد کړی دی. دغه تندلارې سني ډله وخت نا وخت پر شیعه مذهبو بریدونه کوي. دغې ډلې په تیرو وختونو کې په عراق کې د ډیر شمیر بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په می میاشتې کې په عراق کې د یو شمیر بمي بریدونو په ترڅ کې ۸۶ انسانان ووژل شول.

د عراقي پولیسو د کړیو په حواله د یکشنبې په ورځ د بغداد په شمال کې شیعه میشته سیمه کې یوه بله چاودنه هم رامنځ ته شوې ده چې لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي دي.

Irak Bagdad Anschlag Karrada Einkaufszentrum
د چاودنې له کبله د شاوخوا ودانیو ته ډیر تاوان اوښتی دی.انځور: Reuters/K. al Mousily

لومړي وزیر د نوې امنیتي طرحې امر کړی

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، د چاودنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د درې ورځني ویر اعلان یې وکړ. قهریدلو خلکو د هغو د موټرو پر کاروان د تیږو او بوتلونه گوزارونه وکړ. العبادي له داعش څخه د فلوجه ښار تر نیولو وروسته د لا زیات امنیت ژمنه وکړه، خو لا هم په بریدونو کې کموالی نه تر سترگو کیږي.

اوس لومړي وزیر د نویو اقداماتو د تر سره کیدو اعلان کړی دی. هغه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې پلازمینې ته د راتلونکو موټرو تالاشي سخته کړل شي. پر دې سربیره هغه د چاودیدونکو توکو د موندلو د نویو سیستمونو څخه د کار اخیستو اعلان کړی دی. د هغه په خبره له کوم سیستم څخه چې اوس امنیتي ځواکونه استفاده کوي په اغلب گومان زیاتره وخت بې فایدې وې.

Irakischer Ministerpräsident Haider al-Abadi
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، د چاودنې له سیمې څخه لیدنه وکړهانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

یوه بریتانوي سوداگر څو کاله تر مخه دغه سیستم پر عراق پلورلی وو. همداشان په راتلونکې کې باید امنیتي پرسونل د تالاشي په پوستو کې د گرځنده تلیفون د کارولو اجازه و نه لري، اکتشافي څارنه باید پیاوړې کړل شي، په پلازمینه بغداد کې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي ښه کړل شي او د تالاشۍ پوستې له سره تنظیم کړی شي.

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د بغداد او همداشان د ډهاکه برمته نیونه چې پکښې ۲۸ تنه ووژل شول غندلې ده. د هغې په خبره دغه شان وحشیانه او غیر انساني کړنې د توجیه وړ نه دي.