1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشير احمد بيژن سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ د ټاكنو نوماند بشير احمد بيژن په كال ۱۳۴۵ كې د كابل ښار د بارانې په سيمه كې زيږيدلى پنځه اولادونه لري...

https://p.dw.com/p/IyG9
د ولسمشرۍ لپاره کانديد احمد بيژن
د ولسمشرۍ لپاره کانديد احمد بيژنانځور: DW

څارنپوه عرفاني چې يو حقوق پوه او د حقوق پوهانو د اتحاديې پخوانى مرستيال ؤ د ده د لمړي مرستيال په توګه او ميرمن فاطمه نعيمي چې د ښځو د حقونو يوه فعاله ده د ده د دويم مرستيال په توګه نومول شوي دي . بشير احمد بيژن له دويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې د افغانستان د اړوندو مسايلو په هكله خپل راتلونكى دريځونه څرګند كړى .

دويچه ويله : ښاغلى بشير بيژن د افغانستان د امنيتي حالاتو د ښه كولو په برخه كې څه پروګرامونه لري ځكه دغه حالت ورځ په ورځ د خرابيدو په لوري درومي ؟

بيژن : پرته له شكه د افغانستان امنيتي بحران دوه اړخه لري يو كورنى اړخ او بل بهرنى اړخ . كورنى اړخ هم دوه نور اړخونه لري يو په افغانستان كې د بهرنيو اشغالګرو ځواكونوشتون او بل د افغانستان د خلكو اقتصادي فقر . زه مطمن يم كه چيرې زه د افغانستان د خلكو لخوا د ولسمشر په توګه وټاكل شوم نو زه ويلاى شم چې د افغانستان امنيتي حالات به د يوې منطقي تګ لارې په خپلولو سره ښه كړم .

دويچه ويله : له افغانستان څخه د بهرينو ځواكونو د وتلو په اړوند څه فكركوئ ؟

بشير بيژن : زه له هغو بهرنيو ځواكونو سره چې د ملګرو ملتونو په چوكاټ كې د امنيت د شورا د پريكړې سره سم افغانستان ته راغلي يعني د آيساف له ځواكونو سره كومه ستونزه نلرم او د افغانستان خلك هم له دوى سره كومه ستونزه نلري او د قانون په چوكاټ كې دلته شتون لري . خو زما له نظره ناتو او د ايتلاف ځواكونه اشغالګر ځواكونه دي چې د دوى د راوستلو په هكله هيڅ كوم قرارداد د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا او يا د افغانستان د خلكو لخوا ندى شوى دوى دلته پخپل سر راغلي او په افغانستان كې د دوى شتون يو مصيبت ګڼل كيږي . مونږ په عمل كې وليدل چې له هغې ورځې څخه چې دوى افغانستان ته راغلي تر اوسه پورې هر ګام يې چې اوچت كړي د ثبات او امنيت لپاره نه ؤ بلكې د بې ثباتۍ او بې امنۍ په برخه كې ګامونه پورته كړي . ځكه چې دوى په افغانستان كې ناوړه موخې لري او زمونږ د خلكو لپاره مصيبت زيږوي .

دويچه ويله : تاسې په افغانستان كې د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه فكركوئ ؟

بشير بيژن : يو طالبان دي او بل القاعده . زه له طالبانو سره كومه ستونزه نلرم كه زه د افغانستان ولسمشر شم د كومو مسايلو په بنسټ چې دوى له دولت سره په مخالفت كې دريدلي او وسله يې اخيستي او د دولت او نړيوالې ټولنې په وړاندې جنګيږي خامخا دوى لپاره كومه توجيه شته ، او پاتې كيږي د القاعده سازمان او تروريزم چې له هغو سره زه د نړيوالې ټولنې سره څنګ په څنګ مبارزې ته تيار يم .

دويچه ويله : څرنګه چې پوهيږئ افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دى تاسې د دغه بحران د مخنيوي په برخه كې څه پروګرامونه لرئ په ځانګړي توګه د صنعت ، كرهڼې او سوداګرۍ په برخو كې ؟

بشير بيژن : زه دا اوسنى نظام چې آزاد ليبرال نظام دى زه د يو اقتصادي مودل نظام په حيث پيژنم خو په افغانستان كې زه له دې اقتصادي نظام سره په كلكه مخالف يم او كه زه د افغانستان ولسمشر شم له هر څه نه لمړى به زه د افغانستان په اساسي قانون كې بدلونه راولم . زمونږ لپاره دا اقتصادي نظام مصيبت لري اومونږ ګرځو بيرته هغه اقتصادي نظام ته چې په هغه ملي اقتصاد ، خصوصي اقتصاد او مختلط اقتصادي روشونه وي . زه به په اقتصادي سيستم كې د كرهڼې او صنعت په برخو كې ځانګړي پروګرامونه پلي كړم او د دولت كاركوونكو ته به د خواراكي لمړني توكو د وركړې له لارې د هغو په اقتصادي ژوند كې بدلون راولم .

دويچه ويله : ښاغلى بيژن ستاسې بهرنى سياست به په كومو بنسټونو ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

بيژن : زه نه غواړم چې د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو سره دښمنۍ ته ادامه وركړم زه به هڅه وكړم چې له ګاونډيو هيوادونو سره خپلې اړيكې د اعتماد په بنسټ ښې كړم ځكه زه په ستونزو باندې پوهيږم د بيلګې په توګه د ايران له اسلامي جمهوريت سره زمونږ اړيكې هغه وخت ښه كيږي چې د افغانستان له استقلال څخه دوى ته يوروڼ تعريف وركړو او د دوى هغه انديښنه چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په ځانګړي توګه د امريكايي پوځيانو د شتون له امله يې لري د دوى دغه انديښنه به لرې كړم . زه خپلو خلكو سره دا ژمنه كوم چې زه كولاى شم هم د ګاونډيو هيوادونو سره او هم له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان ښې او دوستانه اړيكې رامنځ ته كړم .

دويچه ويله : څرنګه چې پوهيږئ د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه لانجه منه موضوع ده د دغې لانجې د حل كولوپه موخه څه دريځ لرئ ؟

بيژن : د ديورند كرښه چې په لنډه توګه تاسې ته ووايم چې د ملګرو ملتونو سازمان غواړي او ژمن دى چې په افغانستان اوسيمه كې سوله او امنيت راولي نو د بې امنيو يو لامل همدغه د ديورند كرښه ده نو دا كيداى شي چې د ديورند په هكله يو ريفراندم په لاره واچول شي او له دې لارې كيداى شي چې د دغې ستونزې حل لاره پيدا شي او زه يقين لرم چې دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي او د افغانستان او پاكستان د هيوادونو دښمنۍ به پاى ته ورسږي او دوستانه اړيكې به پيل شي .

دويچه ويله : تاسې په افغانستان كې د ازادو رسنيو د پرمختګونو په هكله څه فكركوئ ؟

بشير بيژن : زه د يو ژورناليست په توګه دې پوښتنې ته ځواب دركوم ځكه زما اصلي مسلك ژورناليزم دى خو زه د كورنيو او بهرنيو رسنيو څخه يو څه ګيله لرم په ځانګړي توګه له كورنيو رسنيو څخه ځكه هغوى سره لدې چې خصوصي او تجارتي دي خو بيا هم د افغانستان په وړاندې يوه ژمنه لري سره چې ملي پيښو سره به دوى خپل رسالت په سمه توګه تر سره كړي خو په خواشنيى سره چې كله ليدل كيږي چې دوى خپل دغه رسالت ته پاملرنه نه كوي د بيلګې په توګه مونږ يوه شورا لرو د كانديدانو د ګډې همغږۍ په نوم چې ۲۳ كانديدان يې غړيتوب لري كله چې مونږ غونډې كوو خصوصي رسنۍ په خاصه توګه ټلويزيونونه زمونږ خبرد لسو ثانيوپورې خپريږي او د هغو كانديدانو چې دوى ته پيسې وركوي سره لدې چې خبرې يې هم د اهميت وړ نه وي د پنځو دقيقو او لسو دقيقو په شاوخوا كې خپريږي . كه چيرې زه د افغانستان ولسمشر شم دوى ته به دا ترويج كړم چې په ملي مسايلوكې دوى بايد د يو رسالت له مخې چلند وكړي ځكه دا هيواد په دوى باندې هم حق لري .

دويچه ويله : د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه فكر كوئ ؟

بشير بيژن : د افغانستان ټول خويندو ته څرګنده ده چې د طالبانو له واكمنۍ څخه وروسته يوازينى كس چې په دې برخه كې په شفافه او صادقانه توګه مبارزه كړيده هغه زه يم ځكه زه په دې برخه كې له هيڅ شي څخه نه يم ويريدلى . په افغانستان كې د تاريخ په اوږدو كې ډير زيانونه د افغانستان دوه و قشرونو ته رسيدلي يو ښځو ته اوبل ځوانانوته چې زما په ژمنو او تګ لارې كې د دغو دواړو قشرونو په آدرسونو ډير عملي او اجرايي پلانونه ځاى لري.

دويچه ويله : په افغانستان كې د بيلابيلو قومونو تر منځ د برابر او مساوي حقونو په هكله څه دريځ لرئ ؟

بيژن : دا زما د زړه پوښتنه ده چې تاسې وكړه زه په كابل كې زيږيدلى يم او كابل يو ځانګړى تعريف لري چې كابل د افغانانو ګډ كور ده او زما لپاره دا يوه فطري ځانګړتيا ده چې اوس تاسو ته وايم زما لپاره د پكتيا پښتون د باميان هزاره ، د شبرغان ازبك او د پنجشير تاجك ټول يو دي هيڅ څوك زما له نظره ټيټ ندى اوهيڅ څوك زما له نظره لوړ ندى نوزه همدا ادعا لرم چې د كانديدانو په منځ كې يوازينى كس چې كولاى شي هغه واټن چې د قومونوتر منځ د استعمار لخوا رامنځ ته شوى هغه به زه لري كولاى شم . په خواشينى سره چې همدا اوس د كانديدانو تر منځ قوموي او سمتي خوزښتونه ليدل كيږي او تود بازار لري او تاسې ګورئ چې زمونږ محترم كانديدان په همدې غلط سياست روان دي .

دويچه ويله :ښاغلى بيژن تاسې د چاپيريال ساتنې په برخه كې پرمختګونه څرنګه بولئ؟

زه ډير خواشينى يم چې د دولت يا حكومت ځينې مسوولين ډير كوچني نوښتونه هم په دې برخه كې نلري . كه زه د افغانستان ولسمشر شم زه دا ډاډ وركولاى شم چې له دريو مياشتوڅخه تر شپږو مياشتو پورې به چاپيريال له دغه حالت څخه وباسم . خلكو ته به په دې برخه كې په داوطلبانه توګه بلنه وركړم تر څوخپل چاپيريال وساتي . دا په ډيره آسانه توګه تر سره كيدلاى شي د بيلګې په توګه زه دا ويلې شم چې د كال په پيل كې له ګاونډيو هيوادونو څخه نيالګي راغواړم هغوى مونږ ته په ميليونونو نيالګي راكوي او مونږ به يې خلكو ته وويشو نو كه مونږ يو ملي شعار وركو د چايريال د خوندي ساتلو په موخه هيڅ كورنۍ به نه وي چې په خپلو حويليو او كوڅو كې دوه نيالګي غرس نه كړي.

مركه كوونكى برى پال

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل