د بشر حقوق هم بايد په سوله او هم جنګ کي مراعت سي
۱۳۸۶ اسفند ۲۲, چهارشنبهاعلان
او دهغه د لیدلو اجازه يي پلاس نده راوړې . په ژنیو کښي د ملګرو ملتو د شکنجو کار پوه مانفريد نوواک وويل چه دی تعجب کوی چه د متحده ایالاتو حکومت ده ته په عراق کي د امریکايي محبسو د ليدو اجازه نده ورکړې .د برتانوي او عراقي حکومت لخوا ده د بنديانو سره د ليدو اجازه پلاس راوړې ده . نوواک دامريکا د حکومت د هغه نظر په باب چه په لانجمنو او د جنګ په حالت کښي ځايونه لکه عراق کښي حتمي نده ،چه د بشر حقوق مراعت سي ، په جواب کښي وويل چه د بشر حقوق هم بايد په سوله او هم جنګ کي مراعت سي .
د 2004 عيسوي کال په سر کښی د عراق د ابو غريب د زندان څخه داسي تصويرونه راوتلي وه ،چه په هغه کښي بنديان د امريکايي عسکرو لخوا شکنجه سوي وه .